کور / شعر / غزل

غزل

نن داحساس ما شوم له ما شهدؤ شکري غواړي
ځکه می زړه درسره څو پټي خبري غواړي


که می ژړل کله نا کله ګوره ګرم می نکړی
چه ستا ګریوان رانه سپیڅلي ملغلري غواړي


زه له غزلی جوړولای شم تا ویز دمینی
مګر دا کار رانه نظر دجا دوګری غواړي
 
ته را سره شه لکه غم دی رانه مه بیلیږه
که دی رښتیا نا زک غوړي سندري غواړي


چی دبیلتون شپه ښی نژدی دپیوستون ګهیځ ته
دیون بلا وي له تیارو خپلي بو غري غواړي


پر غماز هم اوس ددی کلی زمکه تنګه شوله
ځی با لا تښتی څو څپیړي زوروري غواړي


دموږ دسمون دپاره ښه دئ لږ دهجر دوزخ
څوک چی سره زر کشته کوی انګار دسری غواړي


حقیاره څه وا یی چی ګډ یی دالهام په ژبه
لکه چی خیال دی الوتلو ته وزري غواړي