کور / تازه خبرونه / پاكستان:په عملياتو كي ۲۱ پوځيان ۴۷ ياغيان وژل سوي

پاكستان:په عملياتو كي ۲۱ پوځيان ۴۷ ياغيان وژل سوي


د پاكستان پوځي چارواكي وايي د بلوچستان ايالت په جعفرآباد كي د ياغيانو پر ضد د پيل سوو عملياتو نن پنځمه ورځ ده، چي په ترڅ كي يې تر اوسه ۴۷ وسله وال د ۲۱ پاكستاني پوځيانو په بدل كي وژل سوي دي.
د چارواكو په وينا د جعفرآباد سيمه يې اوس له وسله والو څخه پاكه كړې او د نودهان او جملا سيمو ته تصفيوي عمليات غځېدلي دي چي له امله يې د جعفرآباد، سوۍ او نصيرآباد تر منځ لاري د تګ راتګ پر مخ بندي دي.
د پاكستاني پوځ له خوا يوه خپره سوې اعلاميه وايي د روانو عملياتو په جريان كي يې ۳۵ شكمن وسله وال ژوندي هم نيولي دي.