" /> " /> " /> " /> اوباما اسرائيلو ته ورسېد، اسرائيليانو مظاهرې وكړې  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / اوباما اسرائيلو ته ورسېد، اسرائيليانو مظاهرې وكړې  video

اوباما اسرائيلو ته ورسېد، اسرائيليانو مظاهرې وكړې  video


د امريكا د جمهوري رياست انتخاباتو ته د ديموكرات ګوند كانديد باراك اوباما افغانستان، عراق او كويټ ته تر سفر وروسته اسرائيلو ته ورسېد.
نوموړى به د اسرائيلو او فلسطين له چارواكو سره په پر يو لړ موضوعاتو وږغېږي.
باراك اوباما په تل ابيب كي خبريالانو ته وويل چي د ترهګرۍ خلاف مبارزه نه يوازي روانه ساتي، بلكي تر پخوا به يې هم تېزوي.
هغه وويل د اسرائيلو له حكومت سره ملګرۍ ته تيار دئ، خو د نوموړي د سفر پر مهال په بيت المقدس كي اسرائيليانو مظاهرې وكړې او نيوكه يې وكړه چي د اوباما پاليسي د اسرائيليانو په باب واضح نه ده.