امين الله دريځ:داستاد صميم الله صميم په ويرجن يانه ودردېدم

د لراوبر اداره | جولای 23rd, 2008


امين الله دريځدهېواد له روښانيز بهيره داستاد صميم الله صميم په ويرجن يانه ودردېدم


ارواښاد هر لوري ته په تپه تيپاره کې ډېوې بلې کړې او درڼا اوتيارو تر منځ په اوږده جګړه کې يې ټول ژوند درڼا څنګ نيولای وو.


له ملي ښوونروزنيز بهير سره ددوی توده مينه اوپه دغه سپېڅلي بهير کې يې پرلپسې هلېځلې او وړتيا دهېواد په کچه يوه ځلانده بېلګه ده. په دغه چار کې ددوی هراړخيز ځواک هله ښه ترا څرګندېږي چې سړی يې د سلف استاد محمد آصف صميم اوچتې پوهنيزې ، ادبي ، ټولنيزې ، ملي او اخلاقي وګړې ته ځير شي .


هيله من يم چې ارواښاد ته يې دِغوره خدمتونو له لامله په هسک درشل کې مينه ناک هرکلی وويل شي.


ګران استاد صميم صاحب اودرنې کورنۍ ته يې ددغه نېژدې خواخوږي دترخه بېلتانه پر وړاندې دژور زغم هيله کوم.

Copyright Larawbar 2007-2024