کور / راپور / په کوټه کي د خبريالانو دهغه قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه چي د خبريالانو په وژنه تورن دي

په کوټه کي د خبريالانو دهغه قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه چي د خبريالانو په وژنه تورن دي

تېره ورځ په کوټه کي د خبريالانو ټولني د پريس کلب مخي ته احتجاجي لاريون وکړ او د هغه خبريالانو په ياد کي يې غونډه ترسره کړه چي په هدفي بريدونو کي يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

دوی د هغه قاتلانو د نيولو غوښتني کولې چي په کوټه کي يې د خبريالانو په وژنو کي لاس درلود.

د خبريالانو د ټولني مرستيال مشر سليم شا هد وويل چي په دې غونډه کي يې ګډون درلود وويل:په تيره يوه لسيزه کي په ځانمرګي بريدوندو اوبمي چاودنو کي ۴۲ خبر يالانو خپل ژوند له لا سه ورکړی دی.

د هغه په خبره ، په وژل سويو کي ۲۶  خبریالان  په هدفي ډول وژل سوي دي چي قا تلان یې نه دي نيول سوي.

سلیم شاهد دا هم وویل، چي خبريالان له سختو ستونزو سره مخامخ دي، له يوې خوا ستخدريځي ډلي، بل لور ته حکومت او بلي خوا ته بېلتونپاله ګوندونه دي چي هر يو غواړي ددوی په ګټه خبرونه خپاره سي.

د شاهد په خبره، هر لوری له خبريالانو څخه دا غوښتنه کوي چي څه دوی غواړي بايد هغه خپاره کړي چي دې کار خبريالان د سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

کوټه يوه  له هغه خطرناکه سيمو څخه ده چي د خبريالانو پر وړاندي له تشدد څخه پکي کار اخېستل کېږي او د هغوی د کار پر وړاندي سختي ننګوني پکي موجودي دي.