کور / راپور / په پاکستان کي يونيم لک کسان په ايډز اخته دي

په پاکستان کي يونيم لک کسان په ايډز اخته دي

د پاکستان دروغتيا وزارت وايي، چي په دغه هيواد کي شاوخوا يولک او پنځوس زره په ايډز ناروغي اخته دي.

د پاکستان سترې محکمې د هغه کسانو په هکله د قضيې څېړنه پيل کړې ده چي ښيي په ايډز ناروغي اخته سوي دی او د هغوی د درملني لپاره به لازم ګامونه اخلي.

د پاکستان د ايډز د مخنيوي د پروګرام يو چارواکی بصير اڅکزی وايي، چي په پاکستان کي په ايډز د اخته کسانو شمېرې ددوی د ادارې او د ملګرو ملتونو  روغتيايي ادارې په ګډه راټولي کړي دي.

نوموړی وايي، چي په پاکستان کي يواځي ۶۵۰۰۰ تنه په ايډز اخته کسان د حکومت سره ثبت دي او پاتي نور کسان د درلمني څخه محروم دي او روغتيايي اسانتياوو ته بشپړ لاسرسی نه لري.

ډاکټر بصير وايي، هڅه مو داده چي د خواله رسنيو او ميډيا له لاري په خلګو کي د ايډز په هکله عامه پوهاوی خپور کړو او په دې برخه کي مو د داسي قانون وړانديز کړی دی چي د ايډز ناروغانو درملنه پکي باوري سي.

نوموړی وايي، په پنجاب او سند کي د ايډز ناروغانو شمېره زياته ده او لامل يې په يادو سيمو کي د نشه اي توکو ډېر کارول دي،  د هغه په خبره په نشه د روږدو کسانو لپاره د يوې  پېچکارۍ يا سورنج په پرله پسې توګه کارول د يادي ناروغۍ د سرايت لوی لامل دی.

په پاکستان کي په ايډز د اخته کسانو شمېره پر داسي مهال په ډاګه کېږي چي د روغتيا نړيوال سازمان په ټوله نړۍ کي د ايډز د ناروغۍ د پراختيا په هکله اندېښنه ښوولې ده.