کور / راپور / چارواکي: په فارياب کي ۵۴ وسلوال طالبان وژل سوي دي

چارواکي: په فارياب کي ۵۴ وسلوال طالبان وژل سوي دي

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کي ويلي ، چي د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کي يې ۵۴ وسلوال طالبان وژلي دي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي، په وژل سویو وسلوالو کي نهه تنه د طالبانو لوړپوړي مشران دي. د نوموړي په خبره په دغه لوړپوړو مشرانو کي د بادغیس لپاره د طالبانو په نامه والي قاري محمد ایوب- چې په لالا مشهور دی- او د هغه مرستیال شیخ کریم هم شامل دي، چې د غورماچ چهارشنبې بازار ته نژدې په جګړه اوهوايي بريدونو کي وژل سوي دي.

د وزارت له لوري په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي دي، چي طالبان فاریاب ولایت ته له بادغیس څخه د جګړې لپاره ورغلي وو.

 خو طالبانو د افغان چارواکو دا ادعا بې اساسه بولي چي ګڼي په زيات شمېر طالبان يې وژلي دي.

د طالبانو له لوري په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي دي، چي د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کي يې يواځي درې طالب وسلوال او ګڼ ملکي وګړي په هوايي بريدونو کي وژل سوي دي.

ظالبانو دا هم ويلي دي چي په ياده سيمه کي يې د جګړې پر مهال افغان سرتېرو ته مرګژوبله اړولې ده او زياتي وسلې ددوی لاس ته لوېدلي دي.