کور / روغتيا / څېړنه: د ځيرک ټلفون ډېر استعمال د انسان د لاس بڼي ته زيان پېښولی سي

څېړنه: د ځيرک ټلفون ډېر استعمال د انسان د لاس بڼي ته زيان پېښولی سي

يوې څېړني ښوودلې ده چي د ځيرک ټلفونونو زيات استعمال د لاس بڼي او شکل ته تغير ورکوي.

دا څېړنه چي د سليټ په نامه يوې ويبپاڼي خپره کړې ده پکي راغلي چي کله ځيرک ټلفون په لاس کي د ډېر وخت لپاره نيول کېږي او پر سکرين يا پرده يې لاس تېرېږي ددې لامل کېدای سي چي کراره کراره په راتلونکي کي د انسان د لاس بڼي ته بدلون ورکړي او په شکل کي يې تغير راولي.

په څېړنه کي ويل سوي چي د ټلفون ډېر کارول په بټه ګوته کي پاړسوب پيدا کوي.

په څېړنه کي دا هم ويل سوي دي چي د بشر لاس اصلا ددې لپاره وړ نه دی چي ځېرک ټلفون دي د زيات وخت لپاره په وکارول سي. د ټلفون شعاوي د لاس پر بټي ګوتي او وروستی ( خمچي) ګوتي باندي مستقيم اغېز کوي او ددې اغېز له مخي په يادو عضلو کي ستونزه رامنځ ته کېږي.

په دې څېړنه کي يادونه سوې ده چي د ځيرک ټلفون زيات استعمال پراعصابو هم اغېز لري او ددې اغېز له مخي په ګوتو او بندونو کي هم ستونزي رامنځ ته کوي.

أما الحل، فإن الصحيفة توصي بأن يبحث الشخص عن طريقة لاستخدام هاتفه الذكي دون الإضرار بيديه.

ياده ويبپاڼه د ټلفون کارونکو ته توصيه کوي چي د ټلفون د استعمال لپاره داسي لاره ولټوي چي لاسونو ته يې ستونزه ايجاد نه کړي.