" /> " /> " /> " /> دپدرام په ضد لاريون وشو   – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / دپدرام په ضد لاريون وشو  Fotos

دپدرام په ضد لاريون وشو  Fotos

نن په جلال اباد ښاركې د لطيف پدرام دتېري ورځي دځرگنده ونو په وړاندي يو پراخ لاريون وشو .


دغه لارون  د پښتونستان واټ څخه پيل بيا تر امير شهيد بڼه چېرته چې غازي امان الله خان خښ دي دتر سره شو . په دغه لاريون كې دننگرهار د ولايتي شورا غړو ليكوالانو، شاعرانو، او عامو خلكو  چې شمير يې سلگونو تنو ته رسيده گډون كړي و او پر لطيف پدرام يي دمرگ غږونه كول.


ددغه لاريون په پاى كې يو پريكړه ليك هم دولايتي شورا دمرستال مولي  عبدالعزير له خوا ولوستل شو چې يو شمير مادې يې لرلې او په يوه ماده كې دپدارم د محكمي غوښتنه هم شوي وه


دلطيف پدارم دڅرگندونو په وړاند ي دا  لمړې  لاريون ووچې دهيواد په كچه تر سره  شو


،ديادوني وړده چې دوي ورځي وړاندي پدرام ديوه خصوصي تلوزيون له لاري غازي امان الله خان ته كنځل كړي  وچي دغو څرگند ه ونو دډېرو افغانانو  غصه راوپاروله .