کور / تازه خبرونه / د داعش دوه مهم غړي ملي امنيت ته تسليم شوي دي

د داعش دوه مهم غړي ملي امنيت ته تسليم شوي دي

په ننګرهار کې د داعش د فعالیت له پیل څخه تر دې مهاله په جګړه کې ښکیل او د داعش د رهبرۍ دوه مهم پاکستاني غړو له جګړې لاس واخیست او ملي امنیت ته یې ځآنونه تسلیم کړل.

د ننګرهار ملي امنیت رياست په انګړ کې د وږي په ۱۱مه د کنفرانس پرمهال  تسليم شوي وسله وال رسنیو ته وښودل شول او هم یې د خپلو فعالیتونو په اړه مالومات شریک کړل.

د يو ځای شويو وسله والو له ډلې نقيب الله وويل، چې څلور کاله وړاندې هغه مهال چې دغه ډله رامنځته شوه، دوی د پاکستاني طالبانو له ډلې د حافظ سعيد په مشرۍ له داعش سره يوځای شول،چې په تېرو څلورو کلونو کې يې په بېلابېلو دولت ضد کړنو، د ملکي خلکو په ربړونې او وژنې کې لاس درلود.

هغه وويل، په دې وروستیو کې چې د دغې ډلې کړنې ټولې د عامو خلکو په زيان شوې، له ملي امنيت رياست سره يې اړيکې ونيولې او تسليم شول.

دی وايي، داعش ډلې د مياشتني معاش ترڅنګ د دوی د اړتيا وړ نورې پيسې هم ورکولې او امکانات، وسلې او مهمات ورته له پولې هاغې غاړې له موجوده ډيپوګانو راتلل.

د نوموړي په وينا د داعش په ليکو کې د تاجکستان، ازبکستان، اذربايجان، چيچنيا، پاکستان، عرب، ترک او نور بېلابېل جنګيالي موجود و، چې رهبري او مشري تر ډيره له بهرنيانو سره وه.

دغه راز د يو ځای شويو وسله والو ډلې سجاد وويل، چې دوی ټولټال اووه کسان دي، چې دوه د صديق اولادونه او يوه يې ميرمن او د ده خپله مېرمن او يو ځوی دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته وويل، چې د پاکستان د اورکزيو ايجنسۍ اصلي اوسېدونکي صديق الله او سجاد چې د داعش ډلې له رهبرۍ سره له نږدې اړيکې لري او څلور کاله په دغه ډله کې پاتې شوي ملي امنيت ته تسليم شول.

د هغه په وينا تسليم شويو وسله والو خپلې مېرمنې او ماشومان هم له ځانه سره راوستي او دغه راز يې خپلې دوه ميله وسلې هم راوړې دي.

خوږياڼی وايي: “دوی هغه مهال چې داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د شيخ عبدالرحيم مسلم دوست چې د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په مشرۍ ننګرهار کې فعاليتونه پيل کړل، له دغې ډلې سره يوځای شوي دي”.

دی زياتوي، چې دوی وروسته د دغې ډلې د بل مشر حافظ سعيد او تر هغې وروسته د دغې ډلې له نورو مشرانو سره نږدې پاتې شوي او په دغه ډله کې يې مهم رول لوبولی دی.

د والي ویاند وایي، د داعش ډلې د رهبرۍ دوه تسلیم شوو غړو د مالوماتو له مخې د داعش په لیکو کې د تاجکستان، ازبکستان، اذربايجان، چيچنيا، پاکستان، عرب، ترک او نور بېلابېلو هېوادونو اتباع شته او رهبرۍ هم د دوی په غاړه ده، نو له همدې مالومیږي،چې داعش یوه نړیواله تروریستي ډله ده،چې په افغانستان کې هم جنګیږي او د جګړې پر مهال یې افغانان قربانیان دي .

د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د یادو دوو کسانو پر تسلیمیدو خوښي وښوده او پر نورو جګړه کوونکو یې هم غږ وکړ،چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي .

هغه د ملي امنیت منسوبینو د وروستیو هلو ځلو څخه هم ستاینه او مننه وکړه .