کور / تازه خبرونه / امريکا پر پاکستان د ۳۰۰ مليونو ډالرو مرسته بنده کړه

امريکا پر پاکستان د ۳۰۰ مليونو ډالرو مرسته بنده کړه

د امريکا دفاع وزارت ويلي دي چي له پاکستان سره يې د ۳۰۰ مليونو ډالرو مرسته ځنډولې ده.

امريکا ويلي دي چي دا پيسې به په هغه ځايونو کي ولګوي چي ورته اړتيا وي.

د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون وايي، پر پاکستان يې ځکه دا مرستي بندي کړي دي چي پر دغه هيواد د ترهګرو د ملاتړ تور دی.

د شنبې ورځ د پنټاګون ویاند ډګروال کن فالکنر، وویل، د امریکا پوځ پرېکړه کړې ده چي پاکستان ته ور کول کېدونکي ۳۰۰ میلیون ډالر په کوم بل ځای کې چي اړتیا ورته ډېره وي ولګوي.

د روان زېږديز کال په پيل کي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل چي پاکستان غواړي امریکا تېر باسي. نوموړي ويلي وه چي پاکستان میلیاردونه ډالر مرسته اخلي، خو د امريکا غوښتنو ته پام نه کوي.

ډولنډ ټرمپ هغه مهال دا هم وويل، چي نور به داسي نه کېږي.

پنټاګون د يادو مرستو د بندېدو په تړاو ويلي دي، چي پر اسلام اباد د دې مرستو بندېدل به دغه هېواد وهڅوي چي ترهګر “له توپیر پرته” په نښه کړي.

د امريکا کانګرس د روان کال په لومړیو کي له پاکستان څخه ۵۰۰ ملیون ډالره مرسته را وګرځول او په دې سره پر پاکستان بندې سوې مرستې ۸۰۰ ملیونه ډالرو ته رسېږي.

په تېره جنورۍ میاشت کي امریکا وویل، د پاکستان پر څارګرې ادارې ټولې مرستې بندوي.

امريکا او نړيواله ټوله پاکستان په دې تورنوي چي په خپله خاوره کي يې ترهګرو ته پټنځايونه ورکړي دي او له همدې خاوري څخه پر افغانستان حملې کوي.