کور / تازه خبرونه / طالبانو د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کي د نجونو ليسې بندي کړي دي

طالبانو د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کي د نجونو ليسې بندي کړي دي

د لوګر ولايت څخه راپورونه وايي، چي طالبانو په دغه ولايت کي د نجونو ښوونځي تړلي دي.

د راپورونو له مخي د لوګر ولایت په برکي برک وسلوالۍ کي طالبانو، د نجونو د لیسو د تړلو امر کړی دی .

د برکي برک ولسوالۍ سرپرست عین الدین رسنیو ته ویلي ، چي طالبانو درې ورځي وړاندي د شپږم ټولګۍ څخه پورته نجونو ته ښوونځیو ته د نه تګ امر کړی دی ، عین الدین همدارنګه زیاتوي چي د شپږم ټولګیو پورته ښځینه ښوونکي هم درې ورځي کېږي، چي ښوونځیو ته نه ځي .

ولسوال وایي ، د یادې ستونزي د حل په موخه ئې له قومي مشرانو سره په خبرو لګیا دي ، تر څو ژر تر ژره یاده موضوع حل کړي.

که څه هم د لوګر ولایت د پوهنې چارواکي په دې اړه رسنیو ته له څه ویلو ډډه کوي ، خو د لوګر ولایتي شورا یاده موضوع تاییدوي .

د لوګر د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل وایي، چي طالبانو  د نجونو د ليسو د تړلو امر کړی دی .

 نوموړی زیاتوي ، چي لوګر ولایتي شورا د دغه موضوع د حل په موخه هلي ځلي کوي تر څو د قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب یاده ستونزه حل کړي.

له دې وړاندې طالبانو د لوګر ولایت په محمد اغي ولسوالۍ کي تر ۷۳ زیاتي ښوونځي تړلي وه،  چي بيا د قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب بېرته پرانستل سول .

د يادي پېښي په هکله طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بې خبري څرګنده کړې ده .