کور / تازه خبرونه / امريکا زلمی خليلزاد د افغانستان په چارو کي سلاکار ټاکلی دی

امريکا زلمی خليلزاد د افغانستان په چارو کي سلاکار ټاکلی دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي زلمي خليلزاد به د امريکا په بهرنيو چارو وزارت کي د افغانستان د سلاکار په توګه کار پيل کړي.

پاکستان ته د سفر پرمهال ښاغلي پومپيو ويلي، ښاغلى خليل زاد د بهرنيو چارو وزارت له ټيم سره يوځاى کېږي چې په افغانستان کې د پخلاينې له چارو سره مرسته وکړي او هغه به په دې برخه کې د وزارت يوه مخکښه څېره وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو چي د پاکستان په سفر راوتلی دی وايي، زلمی خليلزاد به د بهرنيو چارو وزارت له ټيم سره يوځاى کېږي تر څو په افغانستان کي د سولي او پخلايني په چارو کي مرسته وکړي.او نوموړی په دا ډول چارو کي يو مخکښه څېره ده.

تمه ده زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل سي.

خو تراوسه په دې هکله راپورونه نه دي تاييد سوي.

له دې وړاندي خلیلزاد په افغانستان او  عراق کي د امریکا سفیر په توګه دنده اجراء کړې ده. او په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی هم پاته سوی دی.