کور / تازه خبرونه / مايک پومپيو: پاکستان که د ترهګرو له ملاتړه لاس وانه خلي د ستونزو سره به مخ سي

مايک پومپيو: پاکستان که د ترهګرو له ملاتړه لاس وانه خلي د ستونزو سره به مخ سي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو نن د پاکستان په سفر راوتلی دی، نوموړی به د يو لوړپوړي امريکايي هيئت په مشرۍ نن اسلام اباد ته ورسېږي.

مايک پومپيو د خپل سفر په ترڅ کي پر پاکستان ږغ کړی دی چي په افغانستان کي د سولي په راوستلو کي د امريکا مرسته وکړي.

په دې سفر کي د مايک پومپيو سره د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډ هم ملګری دی.

جنرال ډنفورډ په څو ځله ويلي چي په افغانستان کي د جګړې اصلي لامل په پاکستان کي مېشت ترهګرو سره د پاکستان مرسته ده او دې جګړې ته د پاکستان پوځ لار هواره کړې ده او بايد د جګړې د مهارولو لپاره پر پاکستان فشار واچول سي تر څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

ښاغلي پومپیو ویلي که چيري پاکستان د ترهګرو په ځپلو کي د امريکا سره مرسته ونه کړه بیا به هغه څه وسي چي جنرال نيکلسن او جنرال ملر ویلي دي.

پاکستان ته د لوړ پوړو امریکایي چارواکو له سفر څخه  وړاندي دغه هيواد پر پاکستان د ۳۰۰ مليونو ډالرو مرسته بنده کړه.

مايک پومپيو په دې هکله يو خبري کنفرانس ته وويل:” پاکستان ته مو وړاندې ویلي دي چې پیسې به نه درکول کېږي او ‌ ددغه پیسو د نه ورکولو علت هم ورته ښودل سوی دی”.

نوموړي وويل، پاکستان د ترهګرو پر ضد لازم ګامونه نه دي اوچت کړي او په دې هکله بايد حساب کتاب ورسره وسي.

مائیک پومپیو وویل “موږ هغه وخت ورسره مرسته کول چي د ترهګرو په ځپلو کي يې بايد رغنده ګامونه اوچت کړي وای، نو که داسي نه کېږي نو موږ هم  د ډولنډ ټرمپ تګلاري ته جواز ورکوو”.

ډونلډ ټرمپ د روان کال په لومړيو کي ويلي وه، چي پاکستان تل امريکايي چارواکي تېرباسي او په بېلابېلو بهانو د امريکا څخه پيسې اخلي، خو له دې وروسته به داسي نه کېږي.

د امريکايي چارواکو د وروستيو څرګندونو څخه داسي مالومېږي چي د امريکا واکمنه اداره په افغانستان کي د سولي په تړاو سپيني خبري کوي او پاکستان دې ته اړ کوي چي د ترهګرو د ملاتړ او تمويل څخه لاس واخلي.