کور / تازه خبرونه / په پېښور کي د عوامي نيشنل ګوند يو مخکښ وژل سوی دی

په پېښور کي د عوامي نيشنل ګوند يو مخکښ وژل سوی دی

په پېښور کي د عوامي نيشنل ګوند (ای اېن پي) يو مشر محمد ابرار خليل د خپل خوريي سره يوځای د نامالو وسله والو له لوري په ډزو وژل سوي دي.

پر نوموړي باندې د پېښور په تهکال سيمه کي نامالومو وسله والو ډزي کړي دي.

ابرار خليل د پاکستان په تېرو انتخاباتو کي د پي کې ۷۴ حلقې څخه کانديد وو.

د عوامي نيشنل ګوند سيکرټر ميا افتخار حسين د ابرارخليل وژنه غندلې ده او دايې يو ترهګريزه کړنه بللې ده.

نوموړي غوښتنه کړې چي د خليل قاتلان دي ژر تر ژره ونيول سي.

د عوامي نيشنل ګوند يوه مشره پلوشه عباس وايي، چي تراوسه د خليل د وژنې علت نه دی مالوم چې تر شا يې د چا لاس دی.

شاوخوا دوې مياشتې وړاندي دياد ګوند يو مخکښ او پارلماني ټاکنو ته نوماند هارون بلور د ټاکنيز کمپاين پر مهال په چاودنه کي ووژل سو.

د عوامي نيشنل ګوند مشران وايي، چي په دې وروستيو کي د امنيتي ستونزو سره مخ دي او د مرګ ګواښونه ورته کېږي.