کور / راپور / د کندهار چارواکي : امنيتي او کشفي ارګانونه دنده لري، چي د خبريالانو خونديتوب ته لازمه پاملرنه وکړي

د کندهار چارواکي : امنيتي او کشفي ارګانونه دنده لري، چي د خبريالانو خونديتوب ته لازمه پاملرنه وکړي

په کندهار کي د خبريالانو د مصؤونيت په هدف غونډه وسوه، چي د کندهار د مرستیال والي په ګډون ګڼو چارواکو برخه اخيستې وه.

په غونډه کي د خبريالانو څخه د ملاتړ ادارو ولايتي مسؤلينو او خبريالانو د ولايتي ادارې له ولايتي ادارې او امنيتي بڼسټونو څخه غوښتنه وکړه، چي په کندهار کي د خبريالانو خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د پېښو پر وخت د دوئ لپاره يو خوندي ځای په نښه کړي .

د خبریالانو د ملاتړ ادارو مسؤلینو د محلي رسنيو له استازو هم غوښتنه وکړه، چي د پېښو څخه د راپور پرمهال د خپلو کار کوونکو ژوند ته پاملرنه وکړي او تر هغو دي خپل خبريالان دپېښي ځای ته نه استوي، چي سيمه د امنيتي ځواکونو لخوا تصفيه سوې نه وي .

په غونډه کي مرستیال والي عبدالحنان منیب چي د دغه کمېټي مشري هم په غاړه لري ټولو خبریالانو او د هغوی مسؤلینو ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ، هغه زیاته کړه چي د ولایتي ادراې په هدایت امنیتي او کشفي بنسټونه مسؤلیت لري چي د خبریالانو خوندیتوب ته لازمه پاملرنه وکړي او د پېښو پر وخت دي د دوي امنیت وساتي .

ښاغلي منیب د رسنیو له مسؤلینو او ټولو خبریالانو څخه وغوښتل چي د پېښي پر وخت د سرعت پر ځای دقت او ځان ساتني ته لومړيتوب ورکړي، ترڅو خبر يې دقيق او ژوند يې له خطره څخه خلاص وي .

نوموړي  معلوماتو ته لاس رسی د خبریالانو حق وباله او ټولي ملکي ادارې ئې مکلفي وبللې، چي وخت پر وخت د خبريالانو سره خپل معلومات، لاسته راوړني او ستونزي شريکي کړي .

 په غونډه کي مالوماتو ته د نه لاس رسي، د ځینو ادارو لخوا د خبریالانو سره د نه همکارۍ او پر یوشمېر نورو ستونزو هم بحث وسو .

چارواکي پر داسي مهال د خبريالانو د خونديتوب خبره کوي چي تېره چهارشنبه په کابل کي د خبري پوښښ لپاره د راپور جوړلو پر وخت ځانمرګي بريدګر د نورو ولسي وګړو ترڅنګ ځيني خبريالانو ته هم مرګژوبله واړول.