کور / راپور / ارګ د اتو سفيرانو په ګډون ۱۶ تنه له خپلو دندو څخه ليري کړي دي

ارګ د اتو سفيرانو په ګډون ۱۶ تنه له خپلو دندو څخه ليري کړي دي

له ارګ څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي دي چي اشرف غني د يوه نوي فرمان له مخي په بېلابېلو هېوادونو کي خپل اته ځانګړي استاځي او د افغانستان سفیران له خپلو دندو ګوښه کړي او تقاعد کړي دي.

افغان دولت تراوسه د دغه کسانو د برطرفه کولو پر لامل څه نه دي ويلي، خو د افغان دولت په اپوزيسيون کي داسي څرګندوني سوي دي چي ګڼي دا د ارګ له لوري په بهرنيو هيوادونو کي د خپل نفوذ د ساتلو لپاره هڅي دي.

په تقاعد سويو سفیرانو کي په هسپانيا کي مسعود خلیلي ، په جرمني کي  علي احمد جلالي ، په روسيه کي  عبدالقیوم کوچی ، په قطر کي  فیض الله کاکړ ، په يونان کي  عمرسید سلطان ، په کويټ کي منګل حسین ، په ترکيه کي عبدالرحیم سید او په ايران کي  نثار احمد نور شامل دي.

همداراز په پېښور کي د افغانستان جنرل کونسل  مرستیال هم له دندي ګوښه  سوی دی.

له ارګ څخه په خپره سوې اعلاميه کي دا هم ويل سوي دي چي ولسمشر غني د اتو سفیرانو تر څنګ د بهرنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کي ۱۶ تنه نور کارکوونکي هم له خپلو دندو ګوښه کړي دي.

په يو بل فرمان کي ولسمشر غني د بهرنیو چارو له وزارت څخه دا هم  غوښتي دي چي که په دوو اوونیو کي په سفارتونو کې ۴۹ نورو کارکوونکو هم خپل تعلیمي اسناد وړاندې نه کړل، نو له دندو  دې ئې ګوښه کړي او پر ځای دي ئې نور وړ او پر تعلیمي شرایطو برابر کسان وګوماري.