کور / سياسي / د مرکزي حکومت ملاتړ ملي دنده ده!

د مرکزي حکومت ملاتړ ملي دنده ده!

ليکنه: سرلوڅ مرادزی

وايی، هغه ملت چې له خپل تاریخه بېخبره وي، د پېښو په بیا بیا تکرار محکوم دی. افغانانو ته نه ښای د جهادي تنظیمونو د نويیمې لسیزې ناورین یو ځل بیا پر ځان تکرار کړي.

افغاني ټولنې په ۹۰ یمو کلونو کې د مرکزي حکومت تشه لېدلې او ډیری هغه کسان چې په نوموړې لسیزه کې يي د واک په بېلا بېلو ټاپوګانو کې په اصطلاح مشري کوله، نن هم ژوندي او په یوه یا بله بڼه د مرکزي حکومت په وړاندې د واک د ټاپوګانو د ادامې لوبه جاري ساتي!

د مرکزي حکومت په پاشل کېدو سره، په نويیمه لسیزه کې افغانانو د هېواد پلازمېنه کابل او نور ولایاتونه ولېدل چې څنګه یو په بل پسې ورژېدل او ونړېدل. کابلښار څنګه د پیریانو په کور او کنډواله بدل شو او ۷۰ زره کابلیان څنګه د دښمنو تنظیمونو په جګړو کې له تیغه تېرشول. په دې لسیزه کې کابلیانو د خپلو بچیانو د نیمژواندو مړو نڅا او ګډاوې ننداره کړي. له ښځو او نجونو سینې غوڅې شوې او د خلکو عزت او ناموسونه برباد شول. د کابل په ګډون د هېواد ټول ښارونه، کلي، بانډې او درې له وګړو او ولسونو تشې شوې. په دې پير کې د افغاني کډوالو چوپې ګاونډیانو، اروپا او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورشېوه شوې او پر کډوالو یو داسې دردوونکی ناورین راغی چې شلمې او یوویشتمې پېړۍ يی بل چیری بېلګه نه وه لېدلې!

دا ناورین په پراخه کچه د نړیوالو رسنیو تر چتر لاندې هم راغی او د دنیا عرب او عجم ټول پرې خبر شول!

د مرکزي واک دا رامنځته شوې تشه، په نوي یمو کلونو سربېره، دوه لسیزې وروسته نن لا هم نه ده ډکه شوې او د هغه د ډکون لپاره په کور دننه د مرکزي حکومت پلویان او ساتندویان او بلخوا د انارشیزم، ګډوډۍ او د واک ټاپوګانو د ساتنې لارویان په شخړه او سخته بوخسه کې سره ښکېل دي.

همداشان بېخي طبیعي ده کله چې یو هېواد کې د واک تشه رامنځته شي او هلته مرکزي حکومت وپاشل شي، د ډکولو لپاره يي ګاونډیان او لیري پراته هېوادونه هم د خپلو ګټو په پار په سیالۍ سره ورکېوځي.

په داسې حالاتو کې د مرکزي حکومت پلوي ځواکونه اړ دي یوخوا په کور دننه د انارشیستانو، تجزیه غوښتونکو او د واک ټاپوګانو د پلویانو سره په شخړه بوخت پاتې شي او بلخوا د هغه ګاونډیانو سره چې د کورني تجزیه غوښتونکو په مرسته غواړی د ځان په ګټه د واک تشه ډکه کړي او د مرکزي حکومت د پیاوړتیا مخه ډب کړي، په وړاندې ودریږي.

له بده مرغه افغانستان چې څو لسیزې په داسې یوه ورته حالت کې ښکېل دی، طبیعي ده چې د ځان د بقا په موخه او د مرکزي حکومت د بیا احیا په مټ باید له دې بدې ورځې او شنې غدۍ راووځي، نو ځکه د مرکزي حکومت او نظام ملاتړ او بسیا د ملي ګټو او ملي دندو په سر کې ځای نیسي!

د هېواد ملي ګټې او ارزښتونه پراخ او بډای مفهوم دی چې له هغو څخه هېواد کې د مرکزي حکومت ټینګښت او غښتلتیا؛ د جګړې بندښت، امنیت او ثبات؛ د هېواد خپلواکي او ازادي؛ د افغانانو ترمنځ د یووالی او پیوستون د پیاوړتیا هڅې؛ یو موټي او متحد افغانستان؛ د افغانانو ملي حاکمیت، ولسواکي او د افغانانو سوکالي، د اساسي قانون پلیتوب ته ژمنتیا، ملي ژبه او داسې نور ملي ارزښتونه مهم شمېرل کیږي.

د ملي ګټو په ټولګه کې ځینې ګټې د حالاتو او مهال سره په تړاو، لومړیتوب مومي او ځینې نورې بل وخت د ارزښت له مخې له نورو لومړی کیږي.

نن، سبا مرکزي ملي حکومت او نظام، د نورو ملي ارزښتونو په سر سر کې راځي او که هغه بسیا شي د نورو ټولو ملي ګټو او ارزښتونو په ساتلو او خوندیتوب کې لویه مرسته کوي.

همدا لامل دی چې د افغانستان د بقا او پرمختیا مخالفین او دښمنان، تر هر څه مخکې مرکزي حکومت په نښه کوي او د هغه د جوړېدا او پياوړتیا مخ نیسي.

دا چې څو ورځې وړاندې، ماسکو هڅه کوله د افغان مرکزي حکومت د مالکیت او مشرۍ پرته، طالبانو سره د سولې په نوم غونډه جوړه کړي او د هغې واک او مشري بل څوک وچلوي، حقیقت کې داسې چلند د افغان حکومت د سپکاوۍ او کمزورۍ په موخه په پام کې نېول شوې وو چې له نیکه مرغه د ولسمشر غني د پرځای تدبیر او اقدام په برکت، په وړ وخت شنډ شو!

همداراز دا چې د پاکستان د بهرنیو چارو تازه ټاکل شوی وزیر، شا محمود قریشي په بېشرمۍ وايي پاکستان، په افغانستان کې د هند هیڅ راز اغیز نه شي منلای، په ښکاره د افغانانو ملي حاکمیت ګواښي او له هغه ځایه چې مرکزي حکومت کمزوری ساتل شوی، پاکستاني او ایراني چارواکي وخت ناوخت پر افغان ملت سترګې راباسي، د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د ملي واکمنۍ په وړاندې نیابتي جګړه مخته وړي.

دلته به بېځایه نه وي چې د روسيې او پاکستان د دښمنۍ چلند پرځای د دوه نورو هېوادو وروستی چلند رایاد کړو:

وړمه ورځ د سیپټمبر په ۶ مه، په نوې ډیلې کې د پامپیو، مټیس او د هند د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د خبرو په پای کې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي« دواړه هېوادونه د متحد، خپلواک، د ملي حاکمیت خاوند، ولسواک، باثبات، سوکال او سوله یز افغانستان لپاره پرخپلو ژمنو ټینګار کوي، تاند»

البته موږ افغانان له روسیې، پاکستان، ایران او نورو هېوادو هم ورته چلند غواړو او دا زموږ حق دی.

دا چې وايی، سیاست دایمي دوست او دښمن نه لري او هلته ملي ګټې تل په پام کې وي، له پورته یاد شویو دوه ډوله چلنده ښه څرګندیږي.

په کور دننه د تک قومي حکومت، قبیلوي حکومت، د ارګ په لاس د محاصره او انحصاري حکومت تبلیغ او ډنډوره هم د مرکزي حکومت د پیاوړتیا مخنیوي ته په پام ترسره کیږي. هغه کسان چې د اساسي قانون د منځپانګې خلاف ځانونه د پارلماني نظام، نا متمرکز نظام او یا داسې نورو بوللو تر چتر لاندې پټوي، غواړي له دې لارې هېواد کې روان بحران جاري وساتي او یا د بل داسې بحران لپاره تیاری نیسي چې پایله يي خپله او د هېواد د بربادۍ پرته، بل څه نه شي کېدای.

د مرکزي حکومت څخه په تیښته او یاغي ځواکونو سر کې دا مهال«د ژغورني لویه ټلواله» ځای لري. دوی درست لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، مرکزي حکومت او نظام او همدارنګه اساسي قانون په نښه کوي او خپل ملي ضد پروګرام کې ورته داسې ګوزار ورکوي، لکه یوه اعلامیه کې چې لیکي«هر چند بحث تغییر نظام سیاسی در دوره حکومت کرزی مطرح شده است؛ اما با توجه به تجربه حکومت وحدت ملی این جریان معتقد است نظام ریاستی موجب استبداد سیاسی و دیکتاتوری میشود. بنابر این ائتلاف بزرګ سیاسی در پی تغییر نظام سیاسی ریاستی به نظام غیر متمرکز و سیستم پارلمانی، تعدیل قانون اساسی، مشخص شدن اختیارات و صلاحیت ها، توزیع مناسب تر قدرت سیاسی وپایان انحصار ګرایی هست. اریايي بریښناپاڼه»

دغه ټلواله چې د ملي یووالي حکومت کې پنځوس سلنه واک لري او حکومت يي د همدې ونډې په لامل له پښو غورځولی، غواړي د «مشخص شدن اختیارات و صلاحیت ها، توزیع مناسب تر قدرت سیاسی و پایان انحصارګری» د نوموړي حکومت د واک پاتې نیمايي برخه هم د ځان کړي او د نامتمرکز نظام په تېرییستونکو ژمنو هېواد کې نیمګړی نظم هم برهم کړي، بیرته نوییمې خپلې بدنامې لسیزې ته ور وګرځي او له سره یو ځل بیا کورنۍ جګړه او وروسته د موقت حکومت، انتقالي حکومت او یا عنعنوي لويې جرګې تجربې تکرار کړي او لا هم د داسې غوښتنو په بیا بیا تکرار سره هېواد او ملت برمته وساتي!

دا به څونه د شرم ځای وي چې د څو لسیزو په تجربو سره، بیا هم افغانان د دغه خبیثې کړۍ تېر چلند هېر کړي او د دوی په تېرییستونکو وړاندیزونو وغولیږي!

د ۲۰۱۸ کال د سیپټمبر ۹ مه