کور / راپور / فرانسه: د چاقو په بريد کي اووه تنه ژوبل سوي دي

فرانسه: د چاقو په بريد کي اووه تنه ژوبل سوي دي

د فرانسې پوليس وايي، چي په پاريس کي يوه نفر د چاړي په ګوزار اووه تنه ژوبل کړي دي چي د دوو تنو روغتيايي حالت پکي د اندېښنې وړ دی.
ځايي سرچينې وايي، چي بريدګر يو افغان دی او د پوليسو له لوري نيول سوی دی.
په پاريس کي چارواکي وايي، چي دغه شخص د چاړي په ګوزارونو اووه تنه ژوبل کړه، خو تراوسه نه ده څرګنده سوې چي دادي يوه ترهګريزه پېښه وي.
بريدګر د يوې سينما مخي ته پر خګو ګوزارونه کړي دي.
د سينما يو چارواکی وايي، يو شخص ئې وليدی چي په خلګو پسې ئې منډي وهلې او د چړې ګوزارونه ئې ورباندي کول.
په ژوبل کسانو کي دوه برتانوي سيلانيان هم شامل دي.
د برطانيې پوليسو ويلي دي چي په دې تړاو ئې د فرانسې د پوليسو سره نږدې تماسونه نيولي دي او د پيښي په هکله ورسره په جريان کي دي.
د فرانسې پوليسو ويلي دي چي د لومړنيو څېړنو څخه داسي مالومېږي چي دا ترهګريزه پېښه نه ده.