کور / راپور / اې پي ايل:راشد د کابل، کريس ګېل د بلخ او شاهد افرېدی د پکتيا لپاره لوبېږي

اې پي ايل:راشد د کابل، کريس ګېل د بلخ او شاهد افرېدی د پکتيا لپاره لوبېږي

د افغانستان د کريکټ بورډ له لوري د غوره لیګ سیالیو لپاره په دوبۍ کي د لوبغاړو د رانيولو بولۍ ترسره سوه.

په دې بولۍ کي مشهور لوبغاړي د بېلابېلو ولايتونو لوبډلو د ځان لپاره واخيستل، چي په هغوی کي راشد خان د کابل لوبډلي، پاکستانی پلېر شاهد اپرېدی د پکتیا لوبډلي، کریس ګېل د بلخ لوبډلې اندري راسل د ننګرهار لوبډلي، او برنډن مککلم د کندهار لوبډلي واخیستل.

په افغان لوبغاړو کياصغر افغان د کندهار د لوبډلي،  حضرت الله ځاځی د کابل د لوبډلي، محمدنبي د بلخ د لوبډلي، محیب ځدران د ننګرهار د لوبډلي او شهزاد محمدي د پکتیا د لوبډلي لپاره لوبېږي.

د افغانستان د کرکېټ د غوره ليګ لپاره د کابل لوبډله مورلي سپورټس، د ننګرهار لوبډله د پلس کپېټل، د کندهار لوبډ‌له د اېس بي سپورټس، د پکتیا لوبډله وي راک موبایل، او د بلخ لوبډله د لیجنډري من کمپنۍ له خوا اخیستل سوي دي.

د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي چې په هره لوبډله کي به لس کورني او ۷ بهرني لوبغاړي شامل وي.

د افغانستان د کريکټ د غوره ليګ په هره لوبه کي ۴ بهرني او ۷ کورني لوبغاړي لوبه کوي.

د افغانستان دا کورنی ليګ په دې هم مهم دی چي د وېسټ انډیز نامتو وهونکی کریس ګېل، د پاکستان شاهد اپرېدی، او د نیوزیلنډ برنډن مککلم پکي لوبېږي.

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ یا اې پي ایل د اکتوبر میاشتي له پنځمي نېټې څخه بيا تر ۲۱ نېټې پوري په متحده عربي اماراتو کي ترسره کېږي.

د کابل، پکتیا، ننګرهار، کندهار او بلخ لوبډلې د لوبغاړو له مزایدې دمخه نړیوالو شرکتونو اخیستي وو.

د چارواکو په وینا، دا سیالۍ به په نړیوالو معیارونو برابر ې وي.

د غوره ليګ په لوبو کي لاندي کسان شامل دي:

۱-  ﺑﻠﺦ ﻟﻮﺑډﻟﻪ: ﮐﺭﯾﺱګیل ، بین لیګلین ، ﺭﺍﻭﻱ ﺑﻮپاره ، ﮐﻭلین ﻣﻮﻧﺮﻭ، ﻣﺤﻤﺪ ﻋﺮﻓﺎﻥ، ﮐﺍﻣﺮﺍﻥ ﺍکمل ، ﺭﺍین ډﯾﻥ ډﻭیس چټ، ګلب ﺍﻟﺪﯾﻥ ﻧﺎیب ، ﺁﻓﺘﺎﺏ ﻋﻠﻢ، ﻣﺤﻤﺪ ﻧﺒﻲ، ﺍﮐﺭﺍﻡ ﻋﻠﻲ خیل ، عثماﻥ ﻏﻨﻲ ﺍﻭ قیس ﺍﺣﻤﺪ.

۲-  ﮐﺍﺑﻞ لوبډله: ﻟﻮﺭي ﺍﯾﻭﻧﺰ، ﮐﻭلبین ﺍﯾﻧګﺮﺍﻡ، لیکي ﺭﺍﻥ چي ، سهیل ﺗﻨﻮﯾﺭ، ﻭﺍﯾﻥ پاﺭنیل ، ﺭﺍﺷﺪ ﺧﺎﻥ، ﺟﺎﻭﯾﺩ ﺍﺣﻤﺪﻱ، ﺣﻀﺮﺕ ﺍﻟﻠﻪ ځاځی ﺷﺎﻫﺪ ﺍﻟﻠﻪ ﮐﻣﺎﻝ، ﻣﺴﻠﻢ .ﻣﻮﺳﺎ، ﺍﻓﺴﺮ ځاځی ﺍﻭ ﻣﺤﻤﺪ ﺍصغر ﻫﻮتک ﺷﺎﻣﻞ ﺩي.
۳- ﮐﻧﺪﻫﺎﺭ ﻟﻮﺑډله : ﺑﺮینډﻥ مکاﻟﻢ، ﺳﻢ بیلینګ، پاﻝ سټرلینګ، ټایمل میلیز ، ﺍﻓﺘﺨﺎﺭ ﺍﺣﻤﺪ، ﮐﺭﯾﻡ ﺟﻨﺖ، ﻭﻫﺎﺏ ﺭیاﺽ، ﺍصغر ﺍﻓﻐﺎﻥ، ﺣﻤﺰﻩ ﻫﻮتک ، ﮐﺭﯾﻡ ﺻﺎﺩﻕ، سید ﺍﺣﻤﺪ شیرﺯﺍﺩ ﺍﻭ ﻣﺤﻤﺪ ﻧﻮید شامل دي.

۴: ننګرهار ﻟﻮﺑډﻟﻪ کي ﺍﻧډﺭﻱ ﺭﺳﻞ، ﻣﺸﻔﻖ ﺍﻟﺮحمن، بین کټینګ، تمیم ﺍﻗﺒﺎﻝ، میچل میګلینکن، ﻣﺤﻤﺪ ،حفیظ ، سنډﯾﭗ لمیچن ، نجیب ﺗﺮﮐﯽ، شفيق الله ﺷﻔﻖ، مجیب ځدران ، ﻧﻮﯾﻥ ﺍﻟﺤﻖ ﺍﻭ ﻇﺎﻫﺮ ﺧﺎﻥ ﺷﺎﻣﻞ ﺩﻱ.

۵ – پکتیا ﻟﻮﺑډله: ﺷﺎﻫﺪ ﺍﻓﺮﯾﺩﯼ، سلیم ﺍﺷﺮﻑ ،ﮐﺍمیرﻭﻥ ډیلپوﺭټ، تیساﺭﺍ پرﯾﺭﺍ، ﮐﺭﯾﺱ ﺟﻮﺭډﻥ، لکی ﺭﺍﯾټ، ﮐﺍﻟﻢ مکوډ، سميع الله شنیوﺍﺭﯼ، ﺷﺮﻑ ﺍﻟﺪﯾﻥ ﺍﺷﺮﻑ، ﻣﺤﻤﺪ ﺷﻬﺰﺍﺩ، عصمت الله، ګوربز ﺍﻭ ضياءﺍﻟﺮﺣﻤﻥ ﻟﻮﺑﻐﺎړﻱ سته.

  ﺭﺍﺷﺪ ﺧﺎﻥ، ﺷﺎﻫﺪ ﺍﻓﺮﯾﺩﯼ، ﺍﻧډﺭﻱ ﺭﺳﻞ، ﮐﺭیس ګیل ﺍﻭ ﺑﺮینډ مکالم ﻫﻐﻪ ﻟﻮﺑﻐﺎړﻱ ﺩﻱ چي په دغه لیګ کي ﺗﺮ ټولو په ﻟﻮړ قېمت ﯾﻭلک امریکايي ډﺍﻟﺮﻭ خرڅ سوﻱ ﺩﻱ.