کور / راپور / په ننګرهار کي ځانمرګي ۳۲ ولسي وګړي وژلي او ۱۲۸ ئې ژوبل کړي دي

په ننګرهار کي ځانمرګي ۳۲ ولسي وګړي وژلي او ۱۲۸ ئې ژوبل کړي دي

د ننګرهار په مومندرې کي پر لاريون کونکو ځانمرګي بريد تر ۱۵۰ تنو زياتوملکي وګړو ته مرګژوبله واړول.

دا بريد د شينوارو د ولسي لاريون په منځ کي سوی دی چي ټول قربانيان ئې ولسي وګړي دي.

په دې بريد کي ۳۲ لاريون کونکي وژل سوي او تر ۱۲۸ زيات ژوبل دي.

یاده پېښه له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه هغه مهال رامنځ ته سوه،کله چي د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره د مومندرې ولسوالۍ اړوند ډکې سیمه کي د شینوارو خلکو سوله ییز لاریون کړی وو او  ځانمرګي برید ګر د لاریوون کوونکو خیمې ته څېرمه په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي: ”د مالوماتو له مخې تر دې دمه د عامې روغتیا ادارې اړوند بېلابېلو روغتیایي مرکزونو ته د ۳۲ شهیدانو جسدونه او ۱۲۸ ټپیان لیږدول سوي دي” .

طالبانو په ياد بريد کي لاس لرل رد کړي دي. او په يوې خبرپاڼه کي ئې ويلي دي، چي پر عامو وګړو په بريد کي دوی لاس نه لري.

په ننګرهار کي د داعش وسلواله ډله هم فعاليت لري چي په د ډېرو هغه بريدونو مسؤوليت ئې پر غاړه اخيستی دی چي ولسي وګړو ته پکي مرګژوبله اوښتې ده.

دا په څو ورځو کي پر اولسي وګړو د ځانمرګو بريدونو دريمه پېښه ده، له دې وړاندي په کابل کي د غېږنيوني په يو کلب کي هم ځانمرګي  بريدونه وسوه  چي د خبريالانو په ګډون ئې ګڼ ولسي وګړي ووژل او په لسګونو نور ئې ژوبل کړه.

د کابل د بريدونو مسؤوليت داعش وسلوالي ډلي پر غاړه اخيستی وو.

خو د ننګرهار د نن ورځي  د بريد په هکله تراوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.