کور / سياسي / د شهید اونۍ او د جهادیانو اخطارونه

د شهید اونۍ او د جهادیانو اخطارونه

ليکنه: سردار محمد همدرد

د ۱۳۹۷/وږی/۱۸نېټه په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د جهاد په نامه مشرانو بېلا بېلې څرګندونې وکړې. غواړم چې د دې غونډې په اړه د ځینو سیاسونو پر خبرو سالم نقد وکړم. دا غونډه چې هر کال په همدغه ورځ د شهید اونۍ تر نامه لاندې جوړیږي، هدف یې د هېواد د ټولو شهیدانو یاد دی.

په دې ورځ د جهاد په نامه یو شمېر سیاسون یوازې او یوازې له دې نامه څخه په ګټه پورته کولو سره بېلا بېلې څرګندونې کوي. څوک حکومت ته اخطارونه ورکوي، څوک ځان د افغانستان اصلي وارث ګڼي او څوک د بحران خبرې کوي. زه نه غواړم چې د غونډې د ټولو ګډونوالو پر وینا بحث وکړم. غواړم د استاد سیاف په خبرو وغږېږم.

استاد په خپلو خبرو کې د پخوا برعکس و ویل چې مونږ یوه شوری جوړه کړې ده او غواړو چې له طالبانو سره خبرې وکړو. زه نه پوهېږم چې د استاد خپلې زړې خبرې هېرې دي؟ نوموړي خو تر بل هر چا د طالبانو په وړاندې سخته فتوا ورکړې وه. په تېرو ویناو کې يې د طالبانو په اړه هېڅ نرمښت نه درلود. بله خبره دا ده چې طالبان به د هر چا په خوله حاضر سي، خو ستاسو په خبره به هېڅکله د سولې خوا ته میل پیدا نه کړي.

تاسو خو د ناټو په سوټي باندې په کور ناست طالبان یو ځل بیا جګړې ته مجبوره کړل. هغه بې عدالتي چې په تېرو کلونو کې وسوه، په تاریخ کې ساری نه لري. زما خبرې په دې معنی نه دي چې طالب ته براعت ورکوم. طالب هم د جهاد تر عنوان لاندې وحشت او ظلم وکړ. استاد بله خبره هم وکړه چې فحشا او شراب زیات سوي دي. په دې خبره هم زما شک دی چې ډېر اخلاص به په کې نه وي. هغه په دې معنی چې د کرزي صیب په حکومت کې که به دې ښه ونډه درلوده، بیا دې دا خبرې نه کولې.

محمد محقق بیا څه وايي. نوموړی هم حکومت ته نصحت کوي. له یوې خوا په خپله د اجرایه ریاست معاون او په حکومت کې ونډه لري، خو دی هم ګیلې کوي او پر حکومت انتقاد کوي.

چې رښتیا سي زه والله دې ازمېیل سوو خلکو ته حیران یم. دوی خو په هره برخه کې ولس امتحان کړل. دا د ولس ناکامې څېرې باید نور له ولس څخه بخشنه وغواړي او پرې دې ږدي چې دا مظلوم ولس نور د ارامۍ ساه واخلي. زه له هېچا سره شخصي مشکل نه لرم. دا د جهاد په نامه چې څوک سوء استفاده کوي، هغوی ته هم وایم چې زه خپله د یوه مجاهدې کورنۍ غړی یم. په دې وطن کې مو قرباني ورکړې ده، خو کله چې جهاد ختم سوی دی، بیا مو له دې نامه څخه هېڅ ډول استفاده نه ده کړې. خدای دې وکړي چې زما خبرې پر چا بد تاثیر ونه کړي. د وطن د اساسي جوړونې لپاره باید ترخه حقیقتونه و وایو، تر څو وطن مو له بدو حالاتو څخه خلاص سي.

په درنښت