کور / نوميالي / دسيدال خان ناصرملې اتلولې!

دسيدال خان ناصرملې اتلولې!

ليکوال:  بشرمل ناصر

ملې اتل سيدال خان ناصر دابدال خان زوى اوباړى زى ناصردى چې پلاريې دوازي خواسرته په ډيله کې ژوندکاوه اوهغه وخت سلطان ملخې توخې استقلال پيداکړ او باړې زي له ابدال خان سره دزابل ولايت واټغرسيمې ته راغلو او په اټغرکې چې اوس ذزابل ولايت ولسوالۍ ده مېشته شول او په دې ولسوالۍ کې ديښتنو تکړه قبيله هوتک په ګڼ شمېر سره کلې اوکورونه لرې اويوڅه وردګ ، ناصر او نورقومونه شته ، سيدال خان ناصردهوتکوددورې يو تکړه او غښتلى ، زړور نظامي سپه سالاروو او په پټو سترګوپرېکړه نه کوو او په ښکاره ويلاى شو چې سيدال خان ناصر دهوتکو ددورې ملې اتل دى چې ددوى ټولوجګړوکې شريک اوجنکونه يې کړى دى يووخت يې دښمن ته ماتې نه ده خوړلې اوهرځاى کې برى ترلاسه کړى دى دکورنى اوبهرنى جګړوکې کې ځانګړى نوم لري چې دښمن دهېواد په هرولايت جنک کړى دى سپه سالارسيدال خان ناصريې دفاع کړې ده او دباندنې جګړې شوې دې دي دبرې تاج دسيدال خان ناصرپه سر وئ او تاريخ ځلانده دى او دښکلو او روښانه کارناموڅښتن دى چې تراوسه پوري دده په سخصيت تورداغ نشته او دښمن هم په بد نامه يادکړى نه دى ـ کله چې ملې مشرميرويس نيکه دمېړنى خاورې دښمن ايرانى ګورګين واوژه نوسيدال خان ناصر دپوهې ؛ مېړانې   اوځيرکتيا په خاطردخپل لشکرسپه سالار وټاکلى او ددې وړتيا يې په سيدال خان ناصر کې وليدله چې دومره دروندمسوليت ورپه غاړه کړ، کله چې صفوې لشکرووغوښتل پرکندهاربريد وکړې اودغه ښار کلابندکړي نو ملې اتل ميرويس نيکه سيدال خان ناصردصفويانومقابلې ته ولېږلى او پرله پسې جګړوکې يې صفوې لشکرته ماتې ورکړه ـ کله چې ميرويس نيکه له نړۍ سترګې پټې کړې دافغانستان واکمنې شاه محمودته په لاس ورغله او شاه محموهوتک دمېړنې سپه سالار سيدال خان ناصرپه مټه باندې داصفهان ښارونيوـ

که سردى سردى اصفهان دغرونوسردى
چې اصفهان فتح کوې سيدال ناصردى

اودايران په ټولوجګړوکې له شاه محمودهوتک سره اوږه په اوږه پاته شواودشاه محمودله مرګه ورسته له شاه اشرف سره
دپارس  عثماني اوروس  په  ټولوجګړوکې ملګري اوغښتلي  سپه  سالار و اوپه هرجنګ کې برى و سيدال خان ناصر دشاه حسين په وخت کې هم دسپه سالارپه توګه پاته و او کله چې دنادر لشکروله کلابندشو دايوه تاريخې کلابندې وه چې ددې دفاع سيدال خان ناصرپه مېړانه سره کوله اوتريوکال اوڅو مياشتوسره ېې ساتنه وکړه او کله چې نادرخپل دلشکرمخ دکلات خواته واړه او لشکري يې کلات ته ولېږلې ، او سيدال خان ناصردڅلوروزروکسانوسره يې وکلات ته ځان ورساوه او دکلات پرکلا (غونډ) يې دنادر له پوځ سره جګړه وکړه خوپه اخرکې دشاه حسين دزوى محمدسره دکلات دکلادباندې په جګړه کې دنادردلشکروپه لاس ورغى او نادر ته چې کله زړور او مېړنى سپه سالارسيدال خان ناصر درقيب په لاس ورغى  اوخيل لشکرته يې امروکړچې ددې مېړنې ؛ زمرې پښتون سپه سالارسيدال خان ناصر سترګې وکاږى او مېړنى په سترګوړوندشو او دسيدال خان ناصر سره دهوتکوددباچاهي دورې سکوت وکړاو کله چې سيدال خان ناصر سترګې له لاسه ورکړې بيا دکابل کوهدامن دغره لمن شکردرې ته وکوچېداو يوڅه ژوندى و اوورسته يې له دې فانې نړۍ  سترکې پټې کړې دسيدال خان ناصرمزاردکابل دشکردرې په سياه سنک په هديره کې دى او دسپه سالاريو زوى محمد په نامه پاته دى او کورنى يې هلته ژوند کوي.

ماخذ،
دلمرڅرک، طاهرکاڼي ليک، مشاهر، پټه خزانه، سيدال خان ناصرې پاڼه