کور / راپور / نواز شريف د مؤقت وخت لپاره له زندانه په ضمانت خوشي سوی دی

نواز شريف د مؤقت وخت لپاره له زندانه په ضمانت خوشي سوی دی

دپاکستان پخوانی لومړی وزير نوازشریف د خپلي مېرمني د جنازې په مراسمو کي د ګډون په خاطر له زندان څخه مؤقت خوشي سوی دی.

د نواز شريف لور مریم نواز او  زوم  صفدر  هم د کلثوم نواز د خاورو ته سپارلو په مراسمو کي د ګډون لپاره له زندانه خوشي سوي دي.

د راپورونو له مخي نوموړي درې واړه د۱۲ساعتو دپاره د زندان څخه خوشي سوي دي .خو د ځينو سرچینو په حواله دپنجاب حکومت پریکړه کړې ده  چي د هغوی  دخوشې کیدو موده تر دريو ورځو نوره هم وغځوي.

دنوازشریف دکورنۍ د کورنیو چارو محکمې ته وړانديز کړی دی د کلثوم نواز د جنازې او فاتحې په  مراسمو کي د ګډون لپاره دي هغوی درې واړه په ضمانت خوشي کړي .

مېرمن کلثوم نواز د سې شنبې په ورځ د لندن په يو روغتون کي د سرطان د ناروغۍ له امله مړه سوه.

مېرمن کلثوم نواز له تېر يوه کال راهيسي د لندن په يو روغتون کي بستر وه.

نوازشریف د هغه لور مریم نواز او  زوم ئې صفدر په دې تور بنديان دي چي ګڼي د هیواد څخه بهر ئې ناقانونه شتمني ذخيره کړې ده .