کور / راپور / د خيبر پښتونخوا په ادم خېل دره کي د سکرو په يوه کان کي ۹ کاريګر مړه سوي دي

د خيبر پښتونخوا په ادم خېل دره کي د سکرو په يوه کان کي ۹ کاريګر مړه سوي دي

د خيبر پښتونخوا  پېښور ښار ته نږدې په دره ادم خېل کي د سکرو  د يوه کان د ړنګېدلو له امله نهه  کاريګر وژل سوي دي. له دې کان څخه يو کاريګر ژوندی را ايستل سوی دی.

په سيمه کي خلګ وايي، چي د چهارشنبې په ورځ دره ادم خیل اخوروال سیمه کي د سکرو په يوه کان کي ۱۱ مزدوران په کار لګيا وه چي د په کان کي د لړزې له امله ياد کان ړنګ سو او ۹ وګړي پکي مړه سوه. او څلور نور پکي ژوبل سوي هم دي.

په  پېښه کي وژل سوي کسان د خیبر پښتونخوا د شانګلې سیمې دي.

په ياده سيمه کي ګڼ مزدوران او کاريګر وخت ناوخته د اکسيجن د کمښت له امله ساه ورکوي.

تیره میاشت هم په کوټه کي په مزدورانو د سکرو  يو کان ړنګ سوی وو چي پکي ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.