کور / راپور / طالبانو ټرانسپورټي شرکتونو ته د موټرانو د تېز سرعت په هکله خبرداری ورکړی دی

طالبانو ټرانسپورټي شرکتونو ته د موټرانو د تېز سرعت په هکله خبرداری ورکړی دی

طالبانو يوه خبرپاڼه خپره کړې ده چي د لويو لارو ټرانسپورټي شرکتونو ته پکي خبرداری ورکول سوی دی چي د مسافرو د انتقال پر وخت دي د موټر له تېز رفتار څخه ډډه وکړي.

طالبانو په خپره سوې اخطاريه خبرپاڼه کي ويلي دي، چي ټرانسپورټي شرکت بايد د موټرچلوني لپاره وړ شخص وګوماري چي په ترافيکو قوانينو پوه وي.

طالبانو دا هم ويلي دي چي هغه موټروانانو ته به سزا ورکړي چي د ټاکلي وخت څخه وړاندي خپل هدف ته ځان رسوي.

دا خبرپاڼه وروسته ترهغه خپره سوې ده چي په دې وروستيو کي د افغانستان پر لويو لارو د موټرانو د تېز رفتار او ترافيکي اصولو د نه مراعت کولو له امله زياتي ترافيکي پېښي سوي دي او په لسګونو خلګو پکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. چي وروستۍ هغه ئې د کندهار – هرات پر لويه لار په ژړۍ ولسوالۍ کي د يو ۴۰۴ او مازدا موټر ټکر وو چي تر ۱۵ زيات مسافرو پکي ژوند له لاسه ورکړ او تر ۳۰ زيات نور ژوبل سوه.

ترافيکي چارواکي د موټرو زيات سرعت او د ټرانسپورټي شرکتونو سيالي د پېښو عمده لاملونه ګڼي. بل خوا د لويو لارو خراب سړکونه هم ددې لامل سوي چي د ترافيکي پېښو کچه لوړه کړي.

په افغانستان کي د امنيتي ستونزو څخه وروسته په ترافيکو پېښو کي ترټولو زيات خلګ وژل کېږي.