کور / راپور / اشرف غني: د ۴۰ کلني جګړې د پای ته رسېدلو غوره چانس په لاس کي لرو

اشرف غني: د ۴۰ کلني جګړې د پای ته رسېدلو غوره چانس په لاس کي لرو

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، دښمن ددې وړتيا نه لري چي پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي، نو په همدې خاطر ټوله زور پر ملکي وګړو  د بريدونو لپاره کاروي.

اشرف غني چي د ننګرهار د قومي مشرانو سره او لوړ پوړو امنيتي کسانو سره د ليدني په مراسمو کي وينا کول وويل، راتلونکی کال پر افغانستان د روسانو د یرغل ۴۰ کاله پوره کیږي او دا ۴۰ کلني جګړې ته د ختمولو لپاره ډېر غټ فرصت په لاس راغلی  دی، نور بايد دا جګړه ختمه سي.

نوموړي وویل “دښمن زموږ پر امنیتي او دفاعي ځواکونو دحملې توان نه لري نوځکه ئې ټول توجه پر ملکي افرادو باندي دبریدونو ترسره کیدو ته ګرځولې ده، موږ مجبور یو او د دې توان لرو چي د دښمن د ددا ډول اعمالو له امله دفاعي حالت نه تعرضي حالت ته وګرځو، بله چاره نسته تعرضي حالت شروع سوی او په دې څو ورځو کي به زموږ امنیتي ځواکونه لویي لاسته راوړني ولري او تعروضي حالت به لاچټک سي”.

اشرف غني په خپلو خبرو کي دا هم وويل، چي په هيواد کي تلپاتي سولي ته ژمن دی او هغه کسان چي د سولي د پروسې مخنيوی کوي د افغانستان دښمنان دي.

 نوموړي وويل، افغانان له جګړې ستړي سوي دي، دسولي په تړاو ئې ملي اجماع رامنځ ته کړې ده او يو له بله پر سوله ايز ژوند  باور لري.

اشرف غني طالبانو ته په اشاره وويل:”ولې دویم اوربند عملي نه سو؟ ځکه چي په جنګیالیو باندي بهرنی فشار وو او دا افغانۍ پرېکړه نه وه ،که افغانۍ فیصله وای د اوربند په اړه به ئې خپله پریکړه کړې وای”.

اشرف غني امنيتي ادارو ته سپارښتني وکړې چي پر دښمن دي تعرضي بريدونه چټک کړي.

اشرف غني پر داسي مهال پر وسلوالو طالبانو د تعرضي بريدونو خبره کوي چي په دې وروستيو کي د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستی دی.