کور / تازه خبرونه / افغانستان او ترکمنستان دبرېښناپربيه جوړ نه شول

افغانستان او ترکمنستان دبرېښناپربيه جوړ نه شول

 افغانستان او ترکمنستان دبرېښناپربيه جوړ نه شول


د برېښناوزارت د هغې برېښنا په اړه چي په پام کي وه د کابل او شاوخوا سيمو لپاره له ترکمنستان څخه به په بيه اخستل کېږي د بيې پر سر موافقې ته ونه رسيدل ، له کابل څخه ناتاييد سوي راپورونه وايي چي نن سهار داسي اوازې خپرې سوې چي هغه برېښنا چي د کابل اوسيدونکي يې د څو کلونو راپه دې خوا په تمه وو ، د بيې د لوړوالي له امله کابل ته نه شي رسيدای .


توفيق چي دکابل ښار يو اوسيدونکی دی لراوبر ته په دې اړه داسي وويل : “دښاغلي کرزي په راتلوداخبرې ډېرې غوړې غوړې کېدې او خلک یې په دې تمه کړي وو چې کابل او ځینې ګاونډي ولایتونه به په ډېر کم وخت کې د برېښنا له قوې نه برخمن کیږي په دې برخه کې په میلیونونو ډالر مصرف شول . خو پس له پنځو شپږو کلو کابلیان په دې غولول کېدل چې په دغه میاشت کې به برېښنا راځي او په دغه میاشت کې به بریښنا راځي تر څو نن سهار خبر خپور شو چې د افغانستان حکومت د ترکمنستان سره د برېښنا په قیمت کې جوړ نه دی راغلی او وايي چې دا موضوع به په ژر راتلونکي کې حل کړو خو اصلي خبره داده چې د پولې ها خوا د برېښنا مزي نه دي غزېدلي او تر اوسه یې افغانان په دې تمه پرې اېښي وو”.


د کابل او ځينو نورو ولايتونو اوسيدونکي د اوبو او برېښنا پر وزير تورن اسمعيل تور لګوي چي د خپل مسوليت په ترسره کولو کي پاته راغلی دی ، څو مياشتي مخکي د خوست زرګونو اوسيدونکو د اوبو او برېښنا وزارت په تورن کړ چي په خوست کي د برېښنا د خپراوي مخه نيسي ، هغوی خو آن د اوبو او برېښنا وزير د خوست دپرمختګ قاتل وباله .