" /> " /> " /> " /> د پدرام په ضد د لاريون په ملاتړ  – لراوبر ویب پاڼه
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پدرام په ضد د لاريون په ملاتړ Fotos

د پدرام په ضد د لاريون په ملاتړ Fotos

لطيف پدرام دافغانستان په سياست كې دافغانستان د وياړونو په غندنې سره غواړي  د پښتنو په ضد د ايراني تګلارې پياوړتيا سره مرسته وكړي .



ده څو ورځې وړاندې په يوه اېڼترنيټي بحث  پلټاك كې پر خوشال خان بابا نيوكې وكړې او د هغه اثار او ليكنې يې تش په نامه وبللې


بيا پر استاد حبيبي نيوكې وكړې او همداسې يې تل د هغو تيريو ملاتړ كړى دى چې د پښتنو په ضد په لاره اچول شوي دي


دى يوازې له پښتنو سره هم  دښمني نه كوي بلكې له تركمنانو سره چې د هيواد يو خوار او بې ضرره قوم دى له هغوى سره هم دښمني لري


په تيرو مياشتو كې چې جنرال رشيد دوستم د اكبر پر كور په كابل كې يرغل وكړ او دهغه د كورنۍ غړو ته يې سپكې سپورې وويلې او وېوهل او د تركمنانو مشر اكبر باى يې له ځان سره بوتلو نو پدرام هم د نشيي  په حالت كې ورسره وو


هغه تورونه چې پر جنرال رشيد دوستم ولګيدل پر پدرام هم ولګيدل خو د افغانستان حكومت دومره كمزورى وو چې پر افسانوي جنګسالار او سړي وژونكي دوستم  او دهغه پر فاشيست ملګري پدرام يې قانون پلى نشو كړى .


اوس دادى دغازى امان الله خان شخصيت غندى ،هغه څوك چې د افغانستان خپلواكي يې واخيستله او هغه څوك چې په تاريخ كې يې د افغانانو د راتلونكي په اړه ښه نيت درلود 


 موږ دننګرهار د خلكو په ملاتړ وايو چې نه يوازې پدرام بلكې ټول جنګي سالاران دې محاكمې ته راكاږل شي او دحامد كرزي حكومت دې ثابته كړي چې رښتيا هم خپلو ملي ارزښتونو ته وفادار دى او مجرمينو په وړاندې قانون د عملي كولو جوګه دى .


كه داسې ونشي نو ټول خلك به بيا بيا پوښتنه وكړي چې ددومره نړيوال ملاتړ سره سره كرزيه ! رښتيا چې ډير كمزورى يې .


او س په ننګرهار كې دا لاريون ددې لپاره روان دى چې  حكومت باندې فشار واچوي چې پدرام محاكمې ته راوكاږي .


حكومت بايد دا په پام كې ونيسي چې همدا دخلكو غوښټني دي  او تمې يې  له حكومت نه دادي چې ددوى غوښتنې دې پلې كړي .


كه حكومت په دې كې پاتې راځي نو بيا دې له خلكو هم ګيله نه كوي او دادې نه وايي چې د ټول ټاكنو په وخت كې ما ته رايه راكړئ .


خلك بيا هغه څه كوي چې زړه يې غواړي او همدا ده چې  په هيواد كې حالات خرابيږي ، د خلكو مخه په زور ، د الوتكو پر بمباريو او ددوى په بندي كولو او ځورولو نه نيول كيږي .


دا ډول كړنې نور هم خلك هڅوي چې د حكومت په ضد راپورته شي او له حكومتي كسانو نه كركه وكړي .


نو  په هيواد كې روانو حالاتو ته په پام سره حكومت بايد هر هغه  جنګي سالار ونيسي چې د خلكو په وژنه ،  ولس په سپكاوي او داسې نورو تورونو ككړ وي   محاكمې ته  يې راوكاږي او خلكو ته ډاډ وركړي چې دلته پوښتنه شته  او د مظلوم غږ اوريدل كيږي .