کور / راپور / د کندهار امنيه قومندان: ځيني سياسيون د شخصي ګټو پر اساس د امنيتي تړون د بيا ارزولو خبره راپورته کوي

د کندهار امنيه قومندان: ځيني سياسيون د شخصي ګټو پر اساس د امنيتي تړون د بيا ارزولو خبره راپورته کوي

د کندهار امنيه قومندان عبدالرازق اڅکزي د هغه څرګندونو په هکله خپل دريځ څرګند کړی دی چي ګڼي د افغانستان او د امريکا پر امنيتي تړون دي له سره غور وسي.

تېره ورځ په کابل کي د پارلمان ځينو غړو او مهمو سياسي څېرو غوښتنه وکړه چي بايد د امریکا سره دي امنيتي تړون له سره و ارزول سي.

ددوی په وينا د امريکا سره امنيتي تړون هيڅ ګټه نه ده کړې، په افغانستان کي ئې د امنيت په راوستلو کي مثبته نتيجه نه ده ورکړې، برعکس په هيواد کي ورځ تربلي امنيتي پېښي مخ پر زياتېدو دي.

خو د کندهار امنيه قومندان د پارلمان د غړو او ځينو سياسيونو دا غوښتنه په شخصي ګټو پوري تړلې ګڼي.

نوموړی وايي، د امريکا سره د امنيتي تړون په اړه د ولسي جرګې د ځينو غړو او يو تعداد نورو سياسيونو څرګندوني د افغانستان د خلکو د غوښتنو او اړتیاوو نمایندګي نه کوي، بلکه د هغوی د فردي او ګوندي ګټو لپاره سوي دي.

ښاغلی اڅکزی زياتوي، له دې اشخاصو څخه ډېرو ئې تر پرونه ځکه د امريکې او د هغې د پاليسيو ملاتړ کاوه چي په هغه کي ئې ګټي خوندي وې او نن چي ئې ګټي په خطر کي دي، نو متضاد دریځ نیسي ‌چي د افغانستان د خلکو د فکر، غوښتنو او اړتیا نمایندګي نه کوي.

د هغه په خبره، له دوي څخه لوی تعداد يې د ۱۹۹۲ کال د کورنيو جګړو اصلي عاملان ول او د امريکا او پاکستان په فرمايشاتو ئې کابل په کنډوالو بدل کړی.

نوموړي دا هم وويل، چي همدغه کسان بيا په ۲۰۰۱ ميلادي کال کي د امريکايي ساتونکو په مرسته کابل ته راغلل او دلته يې د خپلو شخصي او ټيمي ګټو په خاطر له هري امريکايي پاليسۍ او فعاليت څخه ملاتړ کاوه.

خو نن چي د افغانستان او امريکې تر منځ اړيکي پياوړي سوي، پر پاکستان او متحدينو يې د امريکا فشارونه زيات سوي او پر اوږدمهالو پلانونو او لويو پروژو اساسي کارونه پيل سوي، دغه اشخاص د امريکې سره د تړون او ګډ کار مخالفت کوي، ځکه چي شخصي ګټي يې په خطر کي دي.

ښاغلی رازق وايي، دوی ځکه دا کار کوي، چي نن د نورو هغو سفارتونو سره چي د امريکې او افغانستان د ملګرتيا خلاف دي، اړيکي لري او د هغوی د اجنډا وو ملاتړ کوي.

نوموړی وايي، د افغانستان ملت له سياسيونو هيله لري، چي د هغه هيوادونو پر ضد ږغ پورته کړي چي د هيواد منافع په خطر کي اچوي او له نړيوال تروريزم څخه ملاتړ کوي.

لوی پاسوال عبدالرازق دا هم ويلي دي، چي د امریکا د متحده ایالاتو سره امنیتي تړون د هیواد د ټولو اقشارو استازو د امنیتي تړون په لویه جرګه کي تائید کړی او دا قرارداد یې د افغانستان د ملي ګټو لپاره ګټور بللی دی.

د دې قرارداد بشپړ تطبیق د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د تقویې لپاره د مهم بحث په توګه مطرح دی  او زموږ سیاسیونو او د پارلمان ځیني غړو ته هم مهمه ده، چي د  وخت حساسیت او د اولس اړتیاوي په نظر کي ونیسي.