کور / راپور / د پکتيا چارواکي: د استخباراتي مسؤول په ګډون اووه مهم طالبان وژل سوي دي

د پکتيا چارواکي: د استخباراتي مسؤول په ګډون اووه مهم طالبان وژل سوي دي

د پکتيا ولایت چارواکي وايي، چي د ياد ولايت د احمد ابا ولسوالۍ په مچلغو سيمه کي ئې د هوايي بريد په پایله کي ئې سويل ختیځ زون لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتي مسؤول (زینت الله مشهور په فرهاد) په ګډون د دغي ډلې اووه تنه مهم غړي وژلي دي.

د پکتيا ولايت د والي وياند عبدالله حسرت وايي،  دغه بريد داسې مهال ترسره سوی، چي یاد وسله وال ګروپ په یوه ډاټسن موټر کي د تروریستي فعالیت لپاره روان وو.

د حسرت په خبره،  په دغه بريد کي د ګل رحمان (مشهور په انس)، حبیب الله (مشهور په ادریس) او بحران په شمول د وسله والو مخالفينو مهم سرګروپان وژل سوي دي.

خو ددې بريد په هکله تراوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.

دوې ورځي وړاندي هم په ياد ولايت کي راپورونه ورکول سوي وه، چي  د ګردېز په اطرافي سيمه چوڼۍ او زرمت ولسوالۍ کي د پاکستانیانو په ګډون د وسله والو طالبانو ۳۵ تنه جنګیالي وژل سوي وه  او تر شپېتو تنو پوري نور ټپیان سوي وه.

طالبانو لا تراوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.