کور / سياسي / د هېواد نازک حالت او ګډ مسوولیتونه

د هېواد نازک حالت او ګډ مسوولیتونه

ليکنه: سردار محمد همدرد

زموږ د هېواد اوږده غمیزه ورځ تر بلې ډېریږي. په نړۍ کې تل هغو حکومتونو پایلې درلودلې دي چې بنسټ یې په ولسواکۍ، ټولنیز عدالت او د قانون پر حاکمیت ولاړ وي. زموږ ګران هېواد چې له یوې اوږدې استخباراتي او تپل سوې جګړې څخه تیریږي، په داسې یو حالت کې ټول افغانان د سولې او ښې حکومتولۍ په ارمان دي. دغه لوی ارمان ته د رسېدلو په وړاندې هم نړیوالې توطئې او هم په کور د ننه او نظام کې شریکې مافیایي کړۍ په دې کار کوي، څو دا وطن اساسي جوړ نسي.

په دې وروستیو کې پر حکومت باندې انتقادونه ډېر سوي دي. زه دا نه وایم چې حکومت ستونزه نه لري، زه خپله د ځان په اړه وایم چې په دوه ولایتونو کې مې دنده ترسره کړه، په دغه دواړو ولایتونو کې د قانون د حاکمیت په سر حکومت معامله وکړه، خو دا په دې معنی نه ده چې مونږ د موجوده حکومت د کمزورتیا هڅه وکړو او د دغه نظام هيڅ بدیل نه لرو. د ولسمشر غني نننۍ خبره ډېره مایوسونکې وه. هغه وویل که چېرې نظام سکوت وکړي، افغانستان به د بیا ځل لپاره کورنۍ جګړې ته ولاړ سي.

د طالبانو د حکومت له ړنګیدو څخه شاوخوا نولس کاله تېریږي، خو لا هم موږ د سکوت په فکر کې یو. د نړۍ شاوخوا څلوېښت هېوادونه په بېلا بېلو برخو کې مرسته کوي. که چېرې محاسبه وسي، وسلوال مخالفین د افغان حکومت په تناسب پنځه سلنه هم نړیوال او مالي ملاتړ نه لري، خو په داسې یو حالت کې لا ورځ تر بلې مونږ خطرناکه خوبونه وینو.

له بده مرغه باید ووایو، هغوی یو شمېر چې ځان ته په اصطلاح سیاسیون هم وایي، دوی په لوی لاس د نظام د کمزورتیا هڅه کوي. دلته ټول مسوولیت یواځې د حکومت هم نه دی. په دې بحراني حالت کې ټولو سیاسیونو ته په کار ده چې د روان بحران د مخنیوي لپاره د یوه ملي او افغاني ادرس او هوډ له مخې کار وکړي.

جګړه، ناخوالې او انارشي مو ډېره ولیده. نور نه ولس پر ځان تپل سوې جګړه مني او نه د هغو سیاسیونو خبره ورته د منلو وړ ده چې هدف یې یواځې شخصي ګټې دي.

اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې یو تاریخي رسالت ادا کړو، څو له هر ډول ژبني او قومي تعصب څخه ځان خلاص او خپل وطن وژغورو.

ښه خبره دا ده چې راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو ته لار هواره کړو. حکومت باید هم سیاسیونو او هم ولس ته د ټاکنو د شفافیت تظمین ورکړي. مونږ ته هم په کار ده چې د ډېرو نیوکو پرځای د تفاهم او منطق لاره غوره کړو.

په پای کې بیا هم اوسنۍ شېبې د هېواد لپاره ترخې شیبې ګڼم. هر هغه څوک چې د افغانستان د ښه والي لپاره غوره طرحه لري، باید ولس او نړیوالې ټولنې ته يې وړاندې کړي. تر څنګ یې باید خپله ژمنه او تقوا هم څرګنده کړي. په اوسنیو شرایطو کې چې هر څوک د تشنج او بحران سیاست کوي، هغه اصلاً د دې وطن سره دوښمني کوي. که نور هيڅ نه وي، په خپلو سرتېرو دې زړه وسوځوي چې د خپلې خاورې د ساتنې او د قانون د حاکمیت لپاره د خپلو سرونو قرباني ورکوي.

نو ښه خبره داده چې سیاسیون او حکومت باید په ګډه د افغانستان د لوړو ګټو لپاره کار وکړي.

په درنښت

۱۳۹۷/۶/۲۴