کور / شعر / غزل

غزل

یو له ګمانه پښتون نه وواتئ
بل له ارمانه پښتون نه وواتئ


ځکه دنیا یی په غیرت قا یله
چی له میدانه پښتون نه وواتئ


دغه عادت یی دبلبل بو لمه
له ګلستانه پښتون نه وواتئ


دی ته پخپله فکر وړئ یم زه
چی له ګریانه پښتون نه وواتئ


ګوره په څه ګناه سزا ورکوي
چی له زندا نه پښتون نه وواتئ


مجرم په دی باندی ویریږمه ډیر
که له ایمانه پښتون نه وواتئ


غزل


با لښت یی نه وو په مړوند ویده وو
ستو مانه ډير تر ما په خوند ویده وو


دوجود یو اندام یی نه ښوریدئ
شپه تر سهاره بند په بند ویده وو


دهغو وني چغالي پا ته شوي
څوک چی په وخت کی دپیوندویده وو


اوس که دی غوښتم زه به هلته یمه
پخوا چی چیری نظر بند ویده وو


ویښ می کړو ټول را پورته نه سوو یو هم
هغه چی پټ نه وو څرګند ویده وو


ځان ته می ځکه په مجرم وویل
زه په پلنګ وم دئ په ګند ویده وو