کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا پدرام ندئ دا $

دا پدرام ندئ دا $

که تاسو زما سره دا منۍ او که يې نه منۍ زه دا په ډاګه وايم که لطيف پدرام ته دپيل زړه هم ورکړې نو بيا هم دى د مايک په وړاندي د دا ډول خبرو جرات نسي کولاى . زما په نظر هغه يو چا خامخا پر شا ډبولى دى او څه يې ورته منلي دي ځکه هغه په دومره ډاډ سره يو ملي اتل ته دا سپکي سپوري کوي


و به ګورۍ لاريونونه به وسي ، غونډي په و سي بايکاټونه به وسي او حتي پارلمان به هم خپلي هڅي وکړي خو بيا به هم پدرام هغه پدرام وي داسي نه چي څوک به يې د محاکمه کولو هڅه ونه کړي بلکه وس به يې کار نه کوي .


موږ و ليدل چي دا درې لسيزي موږ د ژبني ، نژادي ، قومي ، سيمه ايزو  او ګوندي تعصوبونو پر بنسټ سره و جنګول سولو نو د هغوى خوا لا نده سړه سوې اوس غواړي چي پښتانه او هزاره ګان سره ښکر په ښکر کړي دا دى اوس يې مړو ايرو ته پدرام د پيلوزي په توګي کښيښووى نور يې نو پښتنو ته ور پريږده چي اور لړونى پکي و څرخو ي تر څو دا مړې ايرې په سرکوټو بلا اخر په اور او لمبو واوړي او ټول کور مالت و سوځوي


که موږ و ګورو څو ورځي وړاندي د هزاره تکم مشر محمد محقيق د لوږي اعتصاب کړى وو چي کوچيان دي په بهسودو کي هزاره ګانو ته مځکي ور پريږدي هم دا محقيق وو چي پښتو متن يې پر مځه ويشتلى وو او هغه کس چي دده سره په پښتو ږغيدى وويل (( د انسان په څير و ږغيږه )) نو دا هغه کسان دي چي تل د نورو په خوله ږغيږي او د نورو په اشارو کارونه کوي .


دلته بيا هغه د پښتو يو متل دى چي وايي ( غل ته وايي غلا وکړه کور والاته وايي بيداره اوسه ) په هزاره وو کي خو يې دا دى لاس پوڅي پيدا کړي دي اوس غواړي چي د بلي لاري په پښتنو کي هم ځاى پيدا کړي چي د هزارګانو پر وړاندي خلک را و پاروي او داسي ذهنيتونه ورکړي چي بيا د مسلمان او کافر خبره منځ ته راسي بيا به د تکبير نارېوي د عراق او پاکستان په څير په زيارتونه او مسجدونه په وينو ولمبول سي په عامو بازارونو او ګڼ ځايونو کي به ماينونه چول کيږي انسانان به مړه کيږي ددې تر شاه به نه د  امريکا لاس وي نه د پاکستان نه د طالبانو او نه د نورو ددې تر شابه يا د پښتانه او يا هزاره لاس وي .


نو زه د پښتنو څخه جداً غوښتنه کوم چي د لار يونونو او غوڼدو څخه ډډه وکړي او په ويب پاڼو کي د پوچو خبرو ليکل دا هغه کارونه دي چي لا د عامو پښتنو احساسات راپاروي زه نه وايم چي پښتانه دي داسي بې غمه کښيني پښتانه بايد د خپلو مشرانو تر شا و دريږي او هغوى دې ته مجبور کړي چي د پدرام سره مخامخ کښيني او په منطقو ورسره و ږغيږي چي هغه د کوم د ليل پر بنسټ دا خبره کوي


او په پاى کي د پدرام او محقيق او نورو څخه هم په کلکه غوښتنه کوم نور نو په ډالرو د خپل هيواد د وګړو مرګونه مه رانيسى هر څوک چي تاسو ته په دې اړه لاس درکوي لاس يې ورمات کړئ او ټولني ته يې رسوا کړئ


د پياوړي او متفق افغانستان په هيله