کور / تازه خبرونه / عراق: د القاعدې جنګياليو افغانستان ته مخ كړ

عراق: د القاعدې جنګياليو افغانستان ته مخ كړ


د امريكا په متحده ايالاتو كي د عراق سفير وايي له هيواد څخه يې د القاعده جنګيالي ټول مخ پر افغانستان تللي دي.
عراقي سفير سمير سماعده په واشنګټن كي خبريالانو ته وويل: اوسني استخباراتي معلومات ښيي چي په عراق كي د القاعدې جنګياليو خپل پام افغانستان ته اړولى او ګڼ شمېر غړي يې په افغانستان كي ځاى پر ځاى سوي دي.
د سمير سماعده په وينا په عراق كي د القاعده شبكې چاري ډېري منظمي وې چي اوس له منځه تللي او په افغانستان كي د طالبانو ترڅنګ د خارجيانو پر ضد جنګېږي.