کور / تازه خبرونه / امريكا: افغانستان ته د ورانكارو راتګ خورا غټه مسئله ده

امريكا: افغانستان ته د ورانكارو راتګ خورا غټه مسئله ده


د امريكا د دفاع وزارت پنټاګان وايي له پاكستان څخه افغانستان ته د بهرنيو جنګيالو تګ راتګ خورا غټه مسئله ده، چي د مخنيوي دپاره يې بايد جدي هڅي وسي.
په افغانستان كي د امريكايي قواوو قومندان له خپل هيواد څخه غوښتي چي افغانستان ته درې ټولۍ نوي امريكايي پوځيان ولېږي.
پنټاګان وايي له بده مرغه دوى د خپل قومندان دغي غوښتني ته په حاضر وخت كي مثبت جواب نه سي ويلاى.
د امريكا د دفاع وزارت وياند جي اوف مورل د يوې پوښتني په جواب كي وويل: په ختيځ افغانستان كي حالات ورځ تر بلي ترينګلي كېږي او نا امني مخ پر ډېرېدو ده.
يوه بل سوال ته په جواب كي نوموړي وويل چي په افغانستان كي دننه د جنګياليو ترمنځ هماهنګي نسته او هغوى له يو بل سره ارتباط نه لري.