کور / تازه خبرونه / اوباما: اېران اسرائيلو ته نه، بلكي امريكا ته هم خطر دئ

اوباما: اېران اسرائيلو ته نه، بلكي امريكا ته هم خطر دئ


د امريكا جمهوري رياست ته د ديموكرات ګوند كانديد باراك اوباما وايي د اېران د اټومي پروګرام د بندولو دپاره د پوځي طاقت ترڅنګ سياسي فشار ته هم سخت ضرورت دئ.
په بيت المقدس كي د يوه امريكايي ټلوېزون سره په مركه كي نوموړي وويل: اېران د نړۍ يو غټ طاقت دئ چي اټومي پروګرام يې يوازي په هوايي بريدونو له منځه نسي تلاى، بلكي سياسي فشار او سختو اقتصادي بنديزونو ته هم اړتيا ده.
اوباما وايي كه اېران اټومي وسلې ترلاسه كړې په منځني ختيځ كي به د اټومي وسلو دوره پيل سي، چي له امله يې نه يوازي اسرائيلو ته خطر دئ، بلكي امريكا امريكا ته به هم سر خوږى ډېر سي.