کور / تازه خبرونه / طالبانو په کندهار کي نصرالله خان او ننګرهار کي قيوم خان ووژل

طالبانو په کندهار کي نصرالله خان او ننګرهار کي قيوم خان ووژل

د طالبانو رسمي وياند قاري يوسف وايي نن سهار لس بجې ، د هغه چريکي بريد په ترڅ کې چې د اسلامي امارت دچريکانو له خوا د کندهار ښار د شپږ مې ناحيې د سيمانو دپله په سيمه کې ددې ولايت د تخت پول په پخواني ولسوال ( نصرالله خان) ترسره شو ، له امله يي خپله ولسوال ځای پر ځای وژل شوی اودوه تنه ساتونکي يي سخت ژوبل شوي دي . د نوموړي په وينا نصرالله خان ددولت له خوا ديوه خاص فرمان په اساس  د کومکي پوليسو د قومندان په توګه ټاکل سوی و .


بله خوا د ختيځ زون لپاره د طالبانو وياند لراوبر ته په رالېږلې خبرپاڼه کي يادونه کړې نن سهار لس بجې، د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ امنيه قوماندان ( ډکروال عبدالقيوم خان ) په داسي حال کې ووژل شو، چې کله يي کروزين موټر د ننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ مرکز ته څيرمه د”سرې کلا”په سیمه کې طالبانو  له لوري د يوه ریموټ کنټرول ماين په مټ والوزول شو .


ذبيح الله مجاهد وايي موټر په بشپړه توګه ويجاړ کړای شوی او پکې ناست پنځه تنه پوليس د قوماندان په شمول،ټول ځای پر ځای وژل شوي دي .