کور / خبرتیا او پيغامونه / د ښو يارانو ورځ په ورځ کمی دئ

د ښو يارانو ورځ په ورځ کمی دئ

إنا لله و إنا إليه راجعون.

د ښو يارانو ورځ په ورځ کمئ دی . نن مي واوريدل چي دهيواد د پوهني يو سابقه داره صادق خدمتکار صميم الله خان (د استاد اصف صميم پلار) وفات سو. څو مياشتي دمخه د وطن يو بل دلاور او هوښيار قومي مشر ملک دلاورخان (د استاد صميم خسر) لدې فاني نړۍ ولاړ.

  دا دواړه پوه او ملي شخصيتونه پخپلو منځوکي انډيوالان او زما هم اشنايان وه.

  څرنګه چي دواړو خدای بخښلو زما سره د پوهني په وزارت کي کار کاوه او ماته يې په سختو شرايطو کي سپيڅلتوب، ايمانداري، درايت او وطن ته نه ستړی کيدونکی صادقانه خدمتونه ياد دی نو زه دا پرځان پور ګڼـم چي ددوی ددغو ښيګـڼو يادونه وکړم. موږ بايد دوطن په داسي شخصيتونو فخر وکړو.

 دعاء کوم چي الله پاک عزوجل مرحومينو ته جنت نعيم، اصف جان او نورو پاتو کسانو ته يې صبرجميل او موږ ته يې نعم البديل راکړي.

  امين يا رب العلمين.

  دکتور فاروق أعظم – لـنـدن   22 جولای 2008