کور / راپور / په کندهار کي د طبي علومو لپاره ۱۸۰۰ تنو ازموينه ورکړه

په کندهار کي د طبي علومو لپاره ۱۸۰۰ تنو ازموينه ورکړه

د شنبې په ورځ په کندهار کي د طبي علومو د انستيتيوت لپاره د ۱۸۰۰ نارينه او ښځينه وو څخه په څلورو رشتو ( عالي نرسنګ، عالي قابلګي، طبي تکنالوژي او فارمسي ) کښي د کانکور آزموينه واخيستل سوه .

د دغه آزمويني پر مهال کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا،کندهار پوهنتون، پوهني او عامي روغتيا رياستونو رئيسانو، د همدغه انيستيتيوت استازو او له کابل څخه راغلي پلاوي کډون کړی وو .

د عامي روغتيا رياست رئيس وويل : په دغه آزموينه کښي ۱۸۰۰ خويندو او ورونو د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل څخه نومليکنه کړې ده چي له جملې څخه يې ۲۰۰ نارينه او ښځينه په څلورو رشتو کښي نوموړي انستيتيوت ته جلبېږي، د هغه په خبره : په دغه آزموينه کښي يې د برياليتوب حق اوليت د ولسواليو ګډون کوونکو ته ورکړی دی ځکه هغه ځايي اوسېدونکي دي او نسي کولای چي پر وخت د ښار صحي مراکزو ته رسيده ګي وکړي .

ښاغلي پخلا زياته کړه : د کندهار د طبي علومو انيستيتيوت د مرکز څخه را وروسته د هيواد په سطحه لومړنی انستيتيوت دی چي په څلورو برخو کښي محاصلين جلبوي په زيات شمېر محاصلين يې فارغ کړي چي ښه نتيجه يې ورکړې ده، نوموړي وويل : د صحي علومو انستيتيوت دا مهال ۴ صنفونه لري او يو بل نوی صنف به هم د رواني مشاورينو د روزلو په موخه پکښي جوړ سي چي خصوصاً ۳۳ تنې ښځينه مشاوريني په پلان کښي ورته لرو او له ولسواليو څخه به انتخابېږي .

کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا وويل : د وياړ ځای دی چي زموږ کندهارۍ خويندو او ورونو يو په بل پسي په مسلسل ډول اکاډميکو ساحو ته مخه کړې او د خپلي خاوري او خلکو د خدمت په موخه پر ځان تکليفونه ګالي او تحصيل کوي.

 نوموړي د يو هيواد د پرمختګ لامل تعليم ياد کړ هغه د ټولو زده کوونکو څخه وغوښتل چي نور هم لوړو زده کړو ته مخه کړي او خپل راتلونکی له همدې لاري روښانه کړي او د خپلو خلګو خدمت وکړي، ښاغلي ويسا د دغه پروسې پر شفافيت ټينګار وکړ او د اړونده مسؤلينو څخه يې وغوښتل چي حق و حقدار ته ورسېږي .

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا وويل : ولايتي اداره هڅه کوي چي لوستو خويندو او ورونو ته د تعليم ترڅنګ د دندي زمينه هم مساعده کړي، هغه له دغه مېرمنو او ځوانانو څخه وغوښتل چي د روغتيا د برخي ترڅنګ راسي په نورو ملکي او نظامي ارګانونو کښي د خپلو ورونو سره څنګ پر څنګ خپل وطن ته د خدمت په موخه کار وکړي .