کور / راپور / د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د افغان چارواکو سره د عمل پلان پر پلي کېدو خبري وکړې

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د افغان چارواکو سره د عمل پلان پر پلي کېدو خبري وکړې

نن د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي په مشرۍ لوړرتبه پلاوی کابل ته راغلی.

قريشي په کابل کي د افغان ولسمشر اشرف غني ترڅنګ د نورو افغان چارواکو سره وليدل او د دواړو هېوادونو د عمل پلان پر پلې کېدو ئې خبري وکړې.

له ارګ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي افغان او پاکستاني چارواکو د خبرو محور د افغانانو په مالکيت او د پاکستان له ملاتړه برخمني د سولې پر بحث ورټول وو.

دا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د قریشي تر ټاکل کېدو وروسته ا افغانستان ته  لومړی  سفر دی.

له دې وړاندي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي وه ، چي قریشي به له افغان چارواکو سره په سیمه کې د ټیکاو او ثبات په اړه وغږېږي.

قریشي له سفر وړاندي ویلي وه ، چي زه غواړم له یو ډاډمن پیغام سره افغانستان ته سفر وکړم.

نوموړي ويلي وه: زموږ راتلونکي له یو بل سره تړلي دي، موږ یو بل ته اړتیا لرو. موږ باید تېر چلند هېر کړو او یو نوی سفر پیل کړو. زه غواړم د افغانستان مشرانو ته خپله کلکه اراده او مثبت فکر وړاندې کړم.

کېدای سي قریشي د افغان چارواکو سره په ننګرهار کي د پاکستان د کونسلګرۍ د بېرته پرانیستل کېدو په اړه هم ږغېدلی وي.

 څو ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کي د پاکستان کونسلګرۍ د ځينو ناقانونه کړنو او رشوتونو له امله  وتړل سوه.