کور / #PTM / د پاکستان بشري حقوقو کمېسون: د پي ټي ايم د غړو نيول غيرقانوني عمل دی

د پاکستان بشري حقوقو کمېسون: د پي ټي ايم د غړو نيول غيرقانوني عمل دی

د پاکستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسون د حکومت له لوري د پښتون ژغورني غورځنګ د مشرانو نيول او د هغوی پر ضد د دوسيو جوړل ناقانونه بللي دي.

د بشري حقوقو خپلواک کمېسون وايي، چي د پاکستان د حکومت له لوري د پي ټي ايم د غړو نيول غيرقانوني او بې انصافي ده.

يادي ادارې ويلي دي، چي هر وګړي  د بيان د ازادۍ حق لري، هرڅوک کولای سي چي سوله ايز لاريونونه او جلسې وکړي او دا چي د پاکستان حکومت په دې برخه کي د پښتون ژغورني غورځنګ مخي ته خنډونه جوړوي غيرقانوني دي او بايد له دې کړنو لاس واخلي.

پاکستان دولت له څو ورځو راهيستي د پي ټي ايم د فعاليتونو پرضد لستوڼي را نغښتي دي او د ياد غورځنګ ګڼ شمېر مشران ئې زندانونو ته لېږدولي دي.

د پي ټي ايم مشران وايي، چي د پاکستان د حکومت له لوري هره ورځ بېلابېل ګواښونه ورته کېږي چي آن ځينو ته ئې د مرګ اخطارونه هم ورکول سوي دي.

خو د ياد غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، ترهغو به د پښتنو د حقوقو لپاره ږغ اوچت ساتي ترڅو چي ئې غوښتني نه وي منل سوي.

نوموړي په يوه خپره سوې وېډيو کي ويلي دي، چي که د پښتنو د حقوقو لاس ته راوړني دده د سر په بيه تمامېږي هم به دا کار کوي.

نوموړي دا هم وويل، چي د حکومت فشارونه او ګواښونه دوی له خپلي مبارزې نه سي راګرځولای.

د بشري حقوقو د سازمان مشر ډاکټر مهدي حسن وايي: د پي ټي ايم پرضد دا ډول ګامونه به د پاکستان حکومت لپاره ډيرې خطرناکې پايلي ولري. د غورځنګ هغه غړي چي د پاکستان له لوري په زندانونو کي دي، غورځنګ ئې په هکله کولای سي چي د بشري حقوقو په سازمان کي خپل شکايتونه ثبت کړي.