کور / اقتصادي / د پاکستان د بهرنيو چارو وزير: د ځمکي له لاري د افغان – هند سوداګرۍ لپاره پرمختګ نسته

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير: د ځمکي له لاري د افغان – هند سوداګرۍ لپاره پرمختګ نسته

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په يو راډيويي بحث کي ويلي دي، چي د پاکستان له لاري د افغان – هند سوداګري ته اوس امکانات برابر نه دي او پاکستان نه سي کولای چي له دې لاري هند ته د افغان توکيو د لېږد امکانات برابر کړي.

په دې راډيويي بحث کي چي د هند د واکمن ګوند د بهارتیا جنتا پارټۍ ویاند سید ظفر اسلام هم ګډون درلود ترډېره پکي د پاکستان او هند پر اړيکو بحث راڅرخېده.

هند او پاکستان هڅه کوي چي د افغانستان له لاري منځنۍ اسيا د خپله مېوه او نور صنعتي توکي ولېږدوي. هممهاله افغانستان او هند  د پاکستان له لاري د سوداګري توکو د ټرانزيټ لپاره کوښښونه کوي.

له دې وړاندي په افغانستان کي د امريکا سفير جان باس يوې ورځپاڼي ته ويلي وه چي پاکستان د  ځمکي له لاري د افغان – هند سوداګرۍ پرانستلو لپاره خبرو ته چمتوالی ښيي.

خو اوس د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي په اوسنيو حالاتو کي د پاکستان له لاري افغانستان او هند سوداګريزو توکو ټرانزيټ ته اجازه نه سي ورکولای.

نوموړي وويل، له ټرانزيټ وړاندي تخنيکي او ستراتيژيکي مسالې بايد حل سي.

په دغه راډيويي بحث کي سيد ظفر اسلام وويل، کله چي په هند کي نريندرا مودي واک ته ورسېدی د سيمي د هيوادونو ولسمشرانو ته ئې بلنه ورکړه، چي هدف پکي د ګاونډيانو سره ښې اړيکي جوړول وو، خو پاکستان له دې ملګرتيا څخه نټه وکړ.