کور / #PTM / منظور پښتين: موږ هيڅکله کرکه نه ده خپره کړې، د کرکي خپرولو ادارې مالومي دي

منظور پښتين: موږ هيڅکله کرکه نه ده خپره کړې، د کرکي خپرولو ادارې مالومي دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ويلي دي چي دوی هيڅکله د توکمپالني او ګونديزي کرکي خبري نه دي کړي. خو د پاکستاني رياست واکمنو تل پښتنو ته د ترهګرو، څوکیدارانو او کرکه خپرونکو په نومونو ياد کړي دي.

منظور پښتين دا خبري پرداسي مهال کړي دي چي دوې ورځي وړاندي د پنجاب د ایالتي حکومت له لوري اعلان وسو چي په کي دا خبره هم سوې وه “هغه خلګو ته غوږ مه نیسئ چي کرکه خپروي “

په اعلان کي د همدې جملې سره د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتین انځور ښودل سوی وو.

له دې اعلان سره هممهاله پر خواله رسنیو  خلګو سخت غبرګونونه راپورته کړل، چي  وروسته دغه اعلان ليري سو.

 خو پي ټي ايم وايي، د دې پېښي پلټنه دي وسي چي ولي يو مبارز شخصيت په دا ډول نومونو خلګو ته ورپېژندل کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر محسن داوړ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: “حیران سوم، چي د پنجاب د ایالتي حکومت دغه اعلان مۍ وليدی، چي ئې د ترهګرۍ ځپلي سوله ييزه مبارزه کوونکي ترهګر ښکاره کړي “

له دې وړاندي د پاکستان ځينو کړيو د پي ټي ايم د مشرانو د نيولو امر ورکړی وو چي  د بشري حقوقو د کمېسون په ګډون د نورو بنسټونو له لوري د ګرفتارۍ امر وغندل سو او دا ئې دبيان دازادۍ پر وړاندي يو جرم وګاڼه.

منظور پښتين وايي،  د پاکستان استخبارات خپله په فرقه ييزه پېښو کي لاس لري او ددې پر ځای د چي ذمه واره کسان ښکاره کړي، د غورځنګ غړي او عام پښتانه ئې هدف کړي دي.

د پښتين په خبره، د پاکستان اداره ددوی څخه ددوی د حق غوښتني د اواز پورته کولو بدله اخلي.