کور / تازه خبرونه / په کراچي کي د لادرکه سويو کسانو خپلوان عمران خان ته نه دي پرېښودل سوي

په کراچي کي د لادرکه سويو کسانو خپلوان عمران خان ته نه دي پرېښودل سوي

پرون د پاکستان لومړی وزير عمران خان په يو ورځني سفر د کراچي ښار ته تللی وو.

هغه کسان چي خپل خپلوان ئې لادرکه سوي دي غوښتل عمران خان ته ورسي او خپل د خپلو غړو د لادرکۍ ثبوتونه ورته وړاندي کړي، خو پوليسو هغوی نه دې پرې ايښي.

په سند ايالت کي د لادرکه سويو خلګو د موندلو غورځنګ وايي، دوی غوښتل چی د عمران خان مخي ته ورسي او هلته د هغه سره د خپلو خلګو د لادرکۍ ثبوتونه شريک کړي، خو پوليسو ددوی مخه ونيول او وړاندي تګ ته ئې اجازه ورنه کړل سوه.

ددغه غورځنګ مشره سورټ لوهار وايي، ډېر کسان راغونډ سوي وه چي د لومړي وزير پر وړاندي خپل احتجاج ريکارډ کړي خو پوليسو ئې مخه ونيول.

په پاکستان کي په زرګونو انسانان د پوځ له لوري تری تم سوي دي چي ډېری ئې وژل سوي او د نورو پته مالومه نه ده.

په پاکستان کي د پښتنو، بلوڅو او سنديانو د لادرکه کسانو د موندلو او پردوی باندي د ظلم د پای ته رسولو لپاره ګڼ شمېر بنسټونه رامنځ ته سوي دي چي د پاکستان د حکومت له لوري ګواښل سوي او ځيني ئې له منځه تللي دي.

خو په د پښتنو لپاره د پښتون تحفظ مومنټ چي په دې وروستيو کي رامنځ ته سوی دی د ډېرو خلګو د هيلو د پوره کولو غورځنګ شمېرل کېږي.

پښتون تحفظ مومنټ يا پي ټي ايم د پاکستاني واکدارانو څخه د هغه زرګونو پښتنو د ځاي ځايګي مالومولو غوښتنه کوي چي د پاکستان پوځ تری تم کړي دي.

ددې غورځنګ د ځينو غوښتنو څخه د پښتنو په سيمو کي د ماينونو له منځه وړل، د پښتنو بې محکمې وژل او پښتنو ته د خپلو حقوقو ورکول شامل دي.

په دې وروستيو کي پاکستاني حکومت د پي ټي ايم پر وړاندي سخت دريځ نيولی دی او اعلان ئې کړی دی چي د ياد غورځنګ مشران دي ونيول سي. خو د حکومت دا اعلان د نړيوالو بشري حقوقو کمېسون او نورو بنسټونو ترڅنګ د عوامو له لوري وغندل سو. او دا ئې يو غير قانوني او ناوړه کار وباله .