مولوي عمر: طالبانوسره دخبرو هركلى كوو

اسدالله زړه سواند | جولای 23rd, 2008


پيښور


 دپاكستانى دطالبانو تحريك وياند مولوى عمر وئيلى دى چې مونږ په دې خبره غور كوو چې  دسرحدايالت ته وركړى شوى وخت اوږد كړو داخبرې مولوى عمر په يوې مركه كښې كړى او وئيلى دى چې دسرحد حكومت اراده څرګنده كړې چې په هنګو او سوات كښې به دحالاتو دسمون لپاره دطالبانو سره خبرې كوى


 عملياتو حالات خراب كړى دى او دسرحد حكومت په قبائيلى سيمو كښې دبدو پيښو مسئوليت په غاړه لرى او دحكومت ددې خبرې هركلى كوو چې دطالبانو سره دې خبرې وكړى


 

Copyright Larawbar 2007-2024