کور / د ډيورنډ کرښه / کالاباغ ډېم تکنيکي حقايق – يوه جائزه

کالاباغ ډېم تکنيکي حقايق – يوه جائزه

۔ ۔ ۔ ۔ امجد شهزاد

(دا مضمون مې ډېر پخوا ليکلے ؤ، اول په ليکوال مجله او بيا د ځنو زياتونو سره په پښتون مجله کښې چاپ شو۔ ما پرې ډېره خواري کړې ده۔ ستاسو د لوستو او معلوماتو دپاره يې دلته خپروم )
/
پښتونخوا کښې راغلو اوسنو سېلابونو دا خبره بېخي جوته کړه چې کۀ کالاباغ ډېم وې نو اوس به دَ دې سېلاب په صورت کښې مردان، صوابۍ، نوښار، چارسده، پېښور او دې سيمو سره جختې يو شمېر نورې علاقې په اوبو کښې لاهو شوې وے. دَ سېلاب نه پس په ځائے دَ دې چې دَ دې خبرې ادراک شوے وے چې کالاباغ ډېم دَ دې ملک او قوم دَ تباهۍ او بربادۍ منصوبه ده، دَ ځينو ناعاقبت اندېشه سياستدانانو او دانشورانو له اړخه دَ کالاباغ ډېم په حق کښې بيانونه راتلل شروع شو. متاسفانه په دغه خلقو کښې دَ پنجاب او مرکزي حکومت په ذمه وارو چوکيو ناست ځينې ښاغلي هم شا مل وو. خو دَ دوي دَ بيانونو نه دا خبره واضحه شوه چې کالاباغ ډېم دَ نورو ناوړه مقاصدو سره يو دا مقصد هم لري چې دَ داسې قدرتي افتونو په صورت کښې پنجاب بچ کړے شي او پښتونخوا غرقه کړے شي.
وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني دَ دې بيان نه وړاندې چې کالاباغ ډېم به دَ ټولو صوبو دَ اتفاق رائې نه پس جوړولے شي، پکار ده چې وزيراعظم صاحب دَ درېو صوبو هغه متفقه قراردادونه په نظر کښې ساتلي وے چې دَ کالاباغ ډېم خلاف منظور شوي وو. خبر نۀ يم چې دَ اتفاق رائې راګ غږونکي اتفاق رايې څۀ ته وائي؟ پاکستان کښې چې هر حکمران راغلے دے نو دَ پنجاب په نمائندګۍ کښې ئې دَ کالاباغ ډېم خبره کول خپل فرض ګڼلي دي.
نواز شريف په خپل وړومبي دورِ حکومت کښې دَ پنجاب نه دَ ووټ اخستو دپاره کالاباغ ډېم دَ ايشو په توګه وړاندې کړے ؤ.
کله چې نوازشريف دَ وزارتِ عظمٰي په کرسۍ کښېناستو نو دَ کالاباغ ډېم په ايشو دَ صوبه پنجاب نه علاوه دَ درېو واړو صوبو وزيراعلٰي ګانو چې دَ “اسلامي جمهوري اتحاد” سره ئې تعلق ؤ، دَ نواز شريف مخالفت وکړو. دغه صورتِ حال محمد خان جونېجو ته هم جوړ شوے ؤ.
دَ کالاباغ ډېم خاکه په ١٩٥٣ء کښې وړاندې شوې وه خو دَ دې نه وړاندې په ١٩٥٢ء کښې چې لا دَ ډېم خاکه جوړه نۀ وه او دَ ډېم منصوبه وړاندې کړې شوه نو دَ ماحولياتي سوسائټۍ سېکرټري جنرل ډاکټر محمد ناصر په خپل تحقيقاتي رپورټ کښې ليکلي وو چې دا منصوبه دَ ډېر نقصان په وجه دَ امريکې ماهرينو رد کړې او دَ تباهۍ او بربادۍ موجب ئې ګرځولې ده.
دَ کاغذي کارروايۍ نه پس چې بيا کله ١٩٨٥ء کښې دَ نوښار، اکوړي او کابل طاس په علاقو کښې واپډا ځائے په ځائے سرۀ نشانات لګول شروع کړل نو دَ پښتونخوا اولس فکرمند شو او چې خبره ډاګې ته شوه نو دَ دې پراجېکټ دَ پښتونخوا او سندهـ په هره طبقه کښې مکمل مخالفت وشو چې دَ سندهـ او پښتونخوا قام پرستو سياسي ګوندونو پکښې خصوصي برخه واخسته.
دَ کالاباغ ډېم دَ تعمير سره دَ اوبو دَ وېش کشاله تړلې شوې ده. دَ نواز شريف په وړومبي ا قتدار کښې چې کله ټولو صوبو کښې دَ هغۀ حکومتونه وو نو دَ اوبو دَ وېش په حقله يوه معاهده شوې وه او په دې حواله سندهـ رېور اتهارټي جوړه شوې وه.چونکې په اتهارټۍ دَ پنجاب هولډ ؤ او مرکزي دفتر ئې هم په پنجاب کښې ؤ نو ځکه دا معاهده چا قبوله نۀ کړه او دغسې دَ ناکامۍ سره مخ شوه.
دَ اوبو تقسيم دَ ١٩١٩ء راهسې متنازعه راروان دے.په دې حقله ١٩٤٥ء کښې دَ مشرقي او مغربي پنجاب دَ حکومتونو ترمينځه دَ يوې معاهدې او وروستو دَ سندهـ طاس دَ لوظنامې په وجه پنجاب دَ خپلو درېو مشرقي دريابونو نه لاس ووينځل. دَ ون يونټ په دور کښې دَ ١٩٤٥ء دَ معاهدې خلاف پنجاب ته دَ ذيلي نهرونو په ذريعه زياتې اوبۀ ورکړے کېدې چې په سندهـ کښې پرې ډېر احتجاج وشو. دَ دې کشالې دَ هواري دپاره ډېر کمېشنونه جوړ کړے شول چې خپل رپورټونه ئې دَ هغه وخت حکومتونو ته ورکړل. په دې رپورټونو کښې دَ جسټس اختر حسېن او جسټس فضل اکبر رپورټونو ښۀ شهرت بياموندو خو دا رپورټونه هم لکه دَ نور کله دَ سردمهرۍ ښکار شو. صوبه پنجاب ټولې معاهدې شاته ګوزار کړې او په کېنال سکيم ئې کار شروع کړو نو صوبه سندهـ نور هم په اشتعال کښې راغلو ځکه چې دَ څۀ فېصلې نه بغېر په اېډهاک بنياد پنجاب حق نۀ لرۀ چې دَ دريائې سندهـ نه زياتې اوبۀ واخلي. په دې نۀ صرف دَ سندهـ دَ اوبۀ خور نظام متاثره کېدو بلکې دَ سندهـ ټول بېراجونه هم دَ تباهۍ دَ خطرې سره مخ کېدل.
دَ سندهـ طاس معاهدې مطابق دَ دريائې سندهـ لس ملينه اېکړ فټه اوبۀ (په لس لکه اېکړه زمکه کښې يو فټ اوبه ودرولې شي نو دې ته يو ملين اېکړ فټ اوبۀ وائي) په سمندر کښې غورځېدل ضروري دي ګني په دوېم صورت کښې به دَ لس پينځلس کلونو په موده کښې سمندر ټهټې او کوټري ته راورسي. دَ صوبه پښتونخوا کم و بېش دېرش زره کېوسک اوبۀ دَ دريائې سندهـ برخه جوړېږي. يوويشت زره کيوسک اوبۀ خو صرف دَ خېراباد په مقام دَ لنډي (دريائې کابل) په ذريعه دريائې سندهـ ته لوېږي او درې دېرش زره کيوسک اوبو په بدل کښې دَ پښتونخوا دَ ټولو اوبو يو په درې لا کم اوبۀ يعنې ١٠٧٦٢ کيوسک اوبۀ پښتونخوا ته ورکول ؤ چې دَ ډېره اسماعيل خان زمکې هم اوبۀ شي خو دَ دې معاهدې خلاف وفاقي حکومت دَ چشمه رائټ بېنک کېنال په صورت کښې صرف ١٨٠٠ کيوسک اوبۀ پښتونخوا ته ورکوي. وفاق پښتونخوا ته دَ پښتونخوا دَ خپلو اوبو صرف شپاړسمه برخه ورکوي چې سراسر جبر دے. کۀ حکومت دَ مقرره حد اوبۀ ورکړي نو دَ ډېره اسماعيل خان يوولس لکه اېکړه زمکه دَ کر جوګه کېدے شي. دَ مختلفو بندونو (بېراجونو) په شکل کښې په زرګونو کيوسک اوبۀ پنجاب ته ورکړے کېږي. پښتونخوا دېرش زره کيوسک اوبۀ ورکوي په بدل کښې ورته صرف اتلس سوه کيوسک اوبۀ ورکولے شي خو دَ افضل خان لالا دَ بيان په حواله (ليکوال اکتوبر٢٠٠٣ ګڼه) پنجاب ته پينځۀ څلوېښت زره کيوسک اوبۀ ورکولے شي چې دَ ناانصافۍ، استحصال او جبر لوئے ثبوت دے. تربېلا ډېم دَ پښتونخوا په زمکه جوړ دے خو دَ پنجاب شاړې ئې په ورشوګانو کښې بدلې کړې دي. دَ پښتونخوا زمکې هم هغسې شاړې پرتې دي. دَ تربېلا ډېم نه مولانا مفتي محمود دَ خپل وزارت اعلٰي په دور کښې دَ صوابۍ دپاره يو نهر منظور کړے ؤ چې دَ مفتي ټنل په نوم مشهور شو. دَ دې نهر په منظورۍ پنجاب او دَ هغوي بړيڅو لويه واوېلا جوړه کړې وه.
دَ سندهـ طاس منصوبې لاندې دَ اوبو دَ ذخيره کولو دپاره په مختلفو منصوبو تحقيقي کار شروع شو. په دريائې چناب هيڅ يو مقام داسې نۀ ؤ چې اوبۀ پکښې ذخيره کړے شوې وے نوځکه دَ دې منصوبې دپاره دَ منګلا مقام مناسب وګرځولے شو. دَ تربېلې نه دَ اټک پورې دَ يو لوئے ډنډ په امکاناتو هم غور وکړے شو چې پکښې دَ شل ميلينه اېکړه فټه اوبو ذخيره کولو اندازه ولګولې شوه. دغه شان دَ دريائې سندهـ دَ کالاباغ خواؤ شا هم په يو مناسب ځائے دَ اوبو په ذخيره کولو غور وکړے شو چې پکښې دَ شپږ ميلينه اېکړه فټه اوبو ذخيره کولو پروګرام ؤ. ولې دَ ډېمونو دَ تعمير عالمي شهرت لرونکي ماهر ډاکټر ساويج دَ کالاباغ ډېم په غرونو دَ سالټ رېنج (Salt Range) له کبله دَ ډېم تعمير غېرمناسب وګرځولو. ١٩٤٩ء کښې په دريائې سندهـ دَ دربند په مقام دَ نهۀ ميلينه اېکړه فټه اوبو ذخيره کولو په تجويز هم غور وشو خو ماهرينو دَ دې اجازت ور نۀ کړو.
١٩٥٣ء کښې حکومت دَ “ډېم انويسټيګېشن سرکل” په نوم يوه اداره جوړه کړه چې کار ئې دَ ډېمونو دَ تعمير دپاره دَ مناسبو ځايونو انتخابول وو. منګلا ډېم ١٩٦٧ء کښې مکمل شو. اوس دَ کالاباغ ډېم نمبر راتلو خو دَ دې ځائے دَ تربېلا ډېم تعمير واخستو. دَ کالاباغ ډېم نۀ جوړولو يوه وجه خو سالټ رېنج ؤ خو دوېمه وجه ئې چې په ضلع ميانوالي کښې دَ هر چا په خُلۀ وه، هغه دا چې دَ کالاباغ ډېم سره نزدې دَ نامل په مقام يو وړوکے ډېم جوړ کړے شوے ؤ چې دَ هغې په وجه خواؤ شا علاقې دَ سيب او ښورې (سيم و تهور) ښکار شوې او عوام اندېښمن شو. نواب امير محمد خان دغه وخت دَ مغربي پاکستان ګورنر ؤ، دۀ مجوزه کالاباغ ډېم دَ کالاباغ دَ ښار نه په بره “را ديکه کول” شروع کړل او دا ئې موجوده ځائے ته راوستو. دَ دې ردوبدل په وجه ډېم دَ خپل اصلي مقام نه دولس ميله بره راغے.
دَ کالاباغ ډېم په حواله چې کوم تفصيلات تر اوسه وړاندې راغلي دي، دَ دې مطابق دا به دَ اوبو يوه داسې ذخيره وي چې پکښې به دَ دريائې سندهـ او دريائے سوات اوبۀ جمع کولے شي. دَ اوبو دَ مقدار او وسائلو دَ لحاظه دريائې کابل دَ دريائې سندهـ نه پس دَ ټولو نه لوئے سيند دے. دا ډېم به په دريائې کابل ٢٥ ميله او په دريائې سوات ٣٦ ميله پورې خور وي. دا به دَ تربېلا ډېم نه ١٢٠ ميله لاندې او دَ کالاباغ ښار نه دولس ميله بره وي. دَ دې دَ سطح سمندر نه اوچتوالے ٩٢٥ فټه او دَ متعلقه سيندونو دَ سطح نه دَ اوبو سطح ٢٤٥ فټ اوچته وي. په ابتدائي توګه به ٢٤٠٠ مېګاواټ بجلي پېدا کوي چې وروستو به پکښې اضافه کولے شي. په دې کښې به دَ ٩٠٦ (نهۀ اعشاريه شپږ) ميلينه اېکړه فټه اوبو دَ ذخيره کولو ګنجائش يا صلاحيت وي.د ترميم شوي ډيزائن مطابق به اوس ٩،١ ميلينه اېکړه فټه اوبو ذخيره کولو ګنجائش وي. دَ دې دَ خرچ په تخمينو کښې مسلسل ردوبدل کېږي. ١٩٨٥ء کښې دَ خرڅ اندازه ٥،٥ ميلين ډالره وه. ١٩٩٠ کښې ٧،٥ ميلين ډالره شوه. بيا ١٨ ارب ډالره شوه. ٢٠٠٠ء کښې دا ١٢ ارب ډالره وه او اوس به دَ لګښت دغه تخمينه دَ دې نه هم نوره سېوا شوې وي. بهر حال دَ ټولو اخراجاتو ٤٠ فيصده به حکومت پاکستان برداشت کوي او پاتې شپېتۀ فيصده به په بهرنو قرضو پوره کولے شي. دَ تعمير دَ شروع کېدو نه اتۀ کاله پس به دَ بجلۍ پېداوار شروع کېږي. دَ ډېم دَ تعمير په صورت کښې دَ سرکاري اعداوشمار مطابق دَ اوبو لاندې راتلونکې علاقو رقبه به څۀ داسې وي.
د اوبو لاندې راتلونکې ټوله رقبه ١٥٩٧١٢ اېکړه.
دَ پنجاب رقبه ١٠٠٠٣٧٩ اېکړه.
دَ پښتونخوا رقبه ٥٩٣٣٣ اېکړه.
سرکار دَ ابادۍ دَ متاثره کېدو شرح څۀ داسې ورکړې ده:
ټوله متاثره ابادي ٦٨٦٦٤ نفره
دَ پنجاب ابادي ٣٨٠٧٥ نفره
دَ پښتونخوا ابادي ٢٣٥٨٩ نفره
دا اعداوشمار دَ اعتبار قابل نۀ دے، دَ يوې اندازې مطابق به دَ پښتونخوا قريباً دوه لکه نفره بې کوره شي او دَ متاثره کېدونکو خلقو شمېر به دَ دې نه يو په درې زيات وي.
دَ بره ورکړے شوي اعددوشمار نه قطع نظر دا خبره هم اهمه ده چې دَ کالاباغ ډېم منصوبه پټه ساتلې شوې ده يعنې دَ دې دَ پوره مقاصدو نه اوس هم عوام خبر شوي نۀ دي. څوک وائي دا دَ توانايۍ دَ حصول منصوبه ده، څوک ورته دَ اوبۀ خور منصوبه وائي.
دَ کالاباغ ډېم نه ډېر وړاندې دَ ګومل زام ډېم په منصوبه دَ مطالعې او تحقيقاتو کار سر ته رسېدلے ؤ. دَ سړکونو، کالونو او دريا هاؤس پورې جوړ شوے ؤ او قومي اقتصادي کونسل هم دَ دې دَ تکميل منظوري ورکړې وه. دَ يوګوسلاويه حکومت دَ قرض ورکولو يقين هم ورکړے ؤ خو دا منصوبه نن هم په نامکمل حالت کښې پرته ده او دَ منصوبه ساز لارې څاري.
دَ ګومل زام ډېم نه به ١٣٠ مېګاواټ بجلۍ دَ حصول نه علاوه دېرش زره اېکړه زمکه هم اوبۀ کېږي. دَ دې منصوبې دَ ټولو نه غټه فائده دا وه چې په علاقه کښې به په سېلابونو سل په سله قابوبياموندے شوے ؤ. دَ حېرانتيا بلکې دَ فکر خبره دا ده چې په کومه منصوبه سل په سل په سېلابونو قابو بياموندے شو، هغه نظر انداز کړې شوه او صرف ٢٠ فيصده فائدو والا منصوبې (کالاباغ ډېم) دپاره مېدان ګرم دے. په ګومل زام دَ اخراجاتو اندازه صرف ١٢ ارب روپۍ لګولې شوې وه. په دې حواله دَ مجرمانه عدم توجه يو بل مثال خان پور ډېم دے په ١٩٦٢ء کښې دَ دې دَ تعمير اندازه ٦٢ ميلين روپۍ لګولې شوې وه. دَ دې دَ تعمير دپاره دَ ٢٢ کاله لويه موده مقرر کړې شوې وه. په دغه وجه په ١٩٨٥ء کښې دَ دې لګښت ١٣٨٥ ميلين روپو ته ورسېدو، ددې دومره ډېرې مودې او دومره زيات لګښت باوجود دَ خان پور ډېم دَ تېرو ډېرو کلونو راهسې دَ اوبو نه ډک پروت دے خو دَ اوبو دَ دغه ذخيرې نه دَ اوبو دَ خورونې دَ غلط ډيزائن له کبله دَ خان پور ډېم نه دَ هغې دَ استطاعت مطابق کار وانۀ خستے شو، دَ تربېلا ډېم دَ غلط ډيزائن او دَ مقام غلط انتخاب هېڅ تپوس ونۀ کړے شو. دَ ګومل زام ډېم منصوبه نامکمله پرته ده، دَ خان پور ډېم دَ ناکامۍ په اسبابو دَ غور کولو تکليف ونۀ کړے شو. دَ دې ښکاره حقيقتونو په رڼا کښې دا خبره څنګه يقيني ده چې دَ کالاباغ ډېم په حقله کوم رپورټونه تيار کړے شوي دي نو دا به هغه مقاصد پوره کړي، دَ کومو ذکر چې په يوه مخه کولے شي.
دَ پنجاب نه دَ کالاباغ ډېم دَ حمايت کوونکو وېنا ده چې دَ پښتونخوا هغه علاقې دَ ډېم په زد کښې راځي چې پکښې صوابۍ، نوښار، پبو او پېښور سره نزدې لګېدلې علاقې شاملې دي. دا علاقې دَ سطح سمندر نه دَ ډېم په نسبت په زياته بُلندۍ پرتې دي. مثلاً دَ پېښور او صوابۍد سطح سمندر نه بلندي ١٠٠٠فټه ده. مردان ٩٢٠ فټ، نوښار ٩٢٥ فټ نو ځکه دَ دې خبرې هېڅ امکان نشته چې دَ اوبو زېم او ښوره په بره لاړ شي. دَ پنجاب دَ مقدمې خالق ښاغلي حنيف رامے دَ کالاباغ ډېم په حقله دا طرز استدلال اختيار کړے دے چې کالاباغ ډېم وړومبے کثيرالمقاصد منصوبه ده چې دَ پنجاب په زمکه به تعمير شي. (ښاغلے حنيف رامے دَ کثيرالمقاصد منصوبې په حواله دَ لاهور اسلام ا باد موټروې ولې هېروي). په دې وجه نورې صوبې خصوصاً صوبه پښتونخوا دَ دې مخالفت کوي. دَ رامے صاحب په دې خبره کښې دَ ډېم دَ افاديت په حقله څۀ داسې دَ کار خبره نشته چې په سنجيدګۍ سره واخستے شي. دَ دې غلط استدلال برعکس دَ پنجاب سره تعلق لرونکے پخوانے وزير خزانه چې دَ پېشې په لحاظ انجنئير دے، ډاکټر مبشر حسن دَ کالاباغ ډېم ډيزائن غلط ګرځولے دے او وئيلي ئې دي چې په دې منصوبه دَ عمل درامد کولو په صورت کښې دَ خېراباد نه واخله تر چارسدې پورې په يوه دائره کښې محيط دَ کر زمکه به تباه شي. دَ دې ځائے خلق به په خپلو کورونو پرېښودو مجبور شي. ډاکټر مبشر حسن کالاباغ ډېم دَ ورلډ بېنک سازش وګرځولو. دَ دې انتهائي متنازعه مسئلې په حقله دَ پښتونخوا دَ خلقو موقف دا دے:
١- دَ پېښور نه تر مردانه په لکونو اېکړه زمکه به دَ ښوره او زيم ښکار شي.
٢- دَ مردان سکارپ منصوبه چې تر اوسه پورې پرې په اربونو روپۍ خرڅ شوې دي، دا به مکمل ناکاره شي او دَ سېلاب په صورت کښې به دَ اوبو سطح کلپاڼۍ ته وخېژي.
٣- دَ پېښور او مردان درېو اړخونو ته ډېمونه جوړ دي (ورسک ډېم، تربېلا ډېم او خان پور ډېم) دَ کالاباغ ډېم په جوړېدو به دَ دريائې کابل قدرتي ډرينج ختم شي.
٤- دَ پېښور کراچۍ رېلوې لائن، جي ټي روډ، سوئي ګېس پائپ لائن، پېښور اسلام اباد موټروې، پنډي کوهاټ روډ او رېلوې لائن، دَ خوشحال ګړهـ او اټک پُلونه، دَ بجلي هائي پاور ټرانسمېشن او توت آئل فيلډ به دَ ډېم په وجه تباه شي او په لکونو خلق به بې کوره او دَ دې نه زيات به متاثره شي.
٥- دَ سېلاب په صورت کښې به دَ خېر اباد نه واخله دَ چارسدې او مردان پورې علاقه دَ ډنډ شکل اختيار کړي.
٦- دا منصوبه زمونږ دَ پښتنو مشرانو خوشحال خان خټک، اکوړ خان قبرونه زيارتونه، دَ ازادۍ دَ جنګ دَ شهيدانو مقبرې، جماعتونه او ديني مدرسې ډوبوي.
٧- دَ ډېم دَ اوبو سطح چې اوچته شي نو دَ دې سره به زلزلې او نور قدرتي افتونه زيات شي. دريائې کابل دَ ځان سره دومره شګه او خاوره راوړي چې دَ ماهرينو مطابق دَ لسو نه دولسو کالو پورې به دَ ډېم اوبۀ دَ اوبۀ خور دپاره پکار نۀ راځي.
٨- دَ پېښور او مردان ډويژن دومره زرعي پېداوار کوي چې صرف دَ تماکو او چينۍ په مد کښې صوبې او مرکز له په اربونو روپۍ محاصل ورکوي. دَ پاکستان دَ ورجينا تماکو ٨٩% پېداوار او دَ پاکستان دَ تماکو دَ عام پېداوار ٧١،٣% پښتونخوا کښې کېږي چې زياته برخه ئې دغه دوه ډويژونونه پېدا کوي. دَ ډېم دَ جوړېدو په وجه به دغه محاصل ختم شي.
٩ -د ډېم خواوشا علاقې دَ جپسم او نورو معدنياتو نه ډکې دي دا معدنيات په اوبو کښې نۀ حل کېږي، دَ دې سره به دَ اوبو مقدار او پرېشر کم شي او دَ ډېم مقاصد او فوائد به نيم په نيمه کم شي.
١٠- دَ نوښار دَ محفوظ ساتلو دپاره چې دَ ډانګو (حفاظتي پُشتو) جوړولو خبره کېږي، دَ دې په وجه به نوښار او نوښار چاؤڼۍ په پينځلس برخو کښې تقسيم شي.
١١- سالټ رېنج ته چې اوبۀ ورسي نو دَ ډېم اوپۀ به مالګينې شي په دغه وجه به زمکې ښوره شي او دَ کر نه به ووځي.
١٢-د ډېم عمر به دَ لګولې شوې اندازې نه ډېر کم ثابتېږي.
١٣-دا ډېم دَ لګښت په لحاظ دَ دنيا په غټو منصوبو کښې راځي خو دَ فوائدو په لحاظ به کم سودمند وي.
١٤-په اوبو کښې دَ خاورې دَ تناسب په وجه به دَ بجلۍ دَ ټربائن دَ زر زر بدلولو ضرورت پېښېږي. دا مستقل ضرورت به دَ بجلۍ پېداواري لګښت نور هم ګران کړي.
١٥-کالاباغ ډېم دَ زلزلو په علاقه کښې جوړېږي. دَ ١٩٢١ء دَ تباه کن زلزلې مرکز دَ ډېم دَ مقام نه صرف ١٦ ميله لرې ريکارډ شوے ؤ.
١٦- په مقرره مقدار کښې چې اوبۀ سمندر ته نۀ پرېوځي نو څو کلونو کښې به سمندر ټهټې او کوټري ته راورسي.
١٧- (دَ کالاباغ ډېم په وجه به دَ سندهـ زرخېزه زمکه په صحرا کښې بدله شي او دَ بلوچستان فټ فيډر نهر ته به دَ اوبو رسد نيم په نيمه کم شي.
١٨-د کالاباغ ډېم نه ښۀ ډېم دَ تربېلې نه بره دَ بهاشا په مقام دَ دې نه په کم خرڅ جوړېدے شي، دَ کومې سروې چې دَ کېنېډا يو ټيم مکمل کړې ده.
١٩-د بهاشا نه علاوه کۀ په داسو، سکردو، چترال او دير کښې ډېمونه جوړ کړے شي نو دا به په کم خرڅ کښې دَ بجلۍ زيات پېداوار ورکړي.
٢٠-د دې ډېمونو په جوړېدو به دَ تربېله ډېم په طبعي عمر کښې قريباً پنځوس کاله اضافه وشي. (د تربېلې ډېم طبعي عمر صرف شل کاله پاتې دے).
٢١- کال ٣٠-٢٠٢٥ کښې چې تربېله ډېم دَ لهې نه ډک شي دَ اوبو دَ بهير سره به دا لهه) مجوزه کالاباډېم ته ځي او دَ ډېم عمر به نيم په نيمه کم شي.
٢٢-د بهاشا ډېم دَ بجلۍ پېداوار اندازاً ٣٣٦٠ مېګاواټ دے. دَ روئې شين (چترال) په مقام زير تعمير بجلي ګهر به ٤٠٠ ميګاواټ، ٤٠٠ مېګاواټ ضلع دير بجلي ګهر، ٤٠٠ مېګاواټ ضلع سوات بجلي ګهر پېداوار دے، دا بجلي ګهرونه تقريباً مکمل دي. دَ يوې حاليه سروې مطابق صرف په ضلع کوهستان کښې ٢٥٠٠ مېګاواټ بجلي پېدا کولو وسائل موجود دي.
دَ بېن الاقوامي معيار مطابق ٢٤٠٠ مېګاواټ دَ بجلۍ پېداکوونکي يونټ باندې ٣،٥ ميلين ډالره خرڅ راتلل پکار دي کۀ اخراجات دَ دې نه زيات شي نو دا منصوبه په اقتصادي لحاظ غېرسودمنده ده، کالاباغ ډېم دَ دې غټ مثال دے.
يونيورسټي آف انجنئيرنګ اېنډ ټېکنالوجي لاهور دَ شعبۀ برقيات پروفېسر عبدالوهاب دَ بجلۍ پېدا کولو يو بل اړخ هم په ګوته کړے دے. دَ هغۀ دعوٰي ده چې دَ چشمه اېټمي بجلي ګهر نه ٩٠٠ مېګاواټ بجلي پېدا کولو منصوبه ده. په پاکستان کښې دَ خځلې، کچرې مقدار چې دَ خشاک په توګه استعمال شي نو دغه هومره بجلي ترې حاصلېدے شي. صرف دَ لاهور او کراچۍ دَ خځلې (کچرې) نه ١٠٠ او ٢٠٠ مېګاواټ پورې بجلې ترلاسه کېدے شي او دغه قسم بجلي پېدا کولو والا يونټ هم په پاکستان کښې په هيوي مکنيکل کمپلېکس ټېکسلا کښې جوړېدے شي. په جرمني او نيويارک کښې په دې سسټم بجلي پېدا کېږي. دَ ٥٠٠ مېګاواټ اېټمي او پن بجلي ګهر په تعمير کم نه کم لس کاله موده لګي. هم دَ دغه مقدار بجلي پېدا کوونکے په کچره چلېدونکے بجلي ګهر به دوه درې کاله کښې پېداوار شروع کوي.
دَ کالاباغ ډېم دَ بجلۍ متبادل صورتونه خو په تفصيل سره ذکر شو، کۀ دَ کالاباغ ډېم مقصد دَ اوبۀ خور ضرورت پوره کول وي نو دَ هغې دپاره په دې خبره غور پکار دے.
دَ پاکستان دَ سيندونو نه دَ نهري نظام دپاره ١٥١ ميلين اېکړه فټه اوبۀ بيلې کړې شوې دي او په استعمال کښې صرف ٣٥ ميلين اېکړ فټه اوبۀ راوستلے شي. يعنې ١٧ ميلينه اېکړه فټه اوبۀ دَ ضائع کېدو نه بچ کړے شي نو دَ اوبو دا مقدار دَ تربېله ډېم او درې کالاباغ ډېمونو برابر دے.
دَ صوبه سندهـ مشهور انجنئير مسټر جي کے سومرو دَ دريائې سندهـ دَ ټولو آبي وسائلو دَ تجزيې نه پس دَ کالاباغ ډېم تعمير بېخي غېر موزون ګرځولے دے. دَ تېرو ٦٤ کلونو اعداد و شمار ته کۀ وکتے شي نو په دريائې سندهـ کښې دَ اوبو دَ بهير شرح ١٤٢،٢٤ ميلين اېکړ فټ ده او کۀ دَ دې دَ خرچ په تفصيل نظر واچولے شي نو کالاباغ ډېم کښې ذخيره کولو دپاره دَ اوبو مناسب مقدار نۀ پاتې کېږي. دَ دې تفصيل څۀ داسې دے:
په دريائې سندهـ کښې دَ اوبو دَ بهير کليز مقدار ١٤٢،٢٤ ميلين اېکړ فټ، دَ اوبو دَ بخاراتو جوړېدو او په زمکه کښې دَ جذب کېدونکو اوبو مقدار، سمندر ته دَ مقرره اوبو پرېوتو ضرورت، په لويو ښارونو کښې ا ستعمالېدونکې اوبۀ، دَ صنعتي ضرورتونو او نور استعمال دپاره دَ اوبو ټول مقدار ١٤١،٤٤ جوړ شو او دَ پاتې شوو اوبو مقدار صرف ١،٠٠ ميلين اېکړ فټ پاتې شو.
د دې اعداوشمار په رڼا کښې کالاباغ ډېم کښې اوبۀ دَ ذخيره کولو دپاره صرف ١،٠٠ ميلين اېکړ فټه پاتې کېږي او په دغه ډېم کښې دَ اوبو دَ ذخيره کولو ګنجائش ٧،٧٧ ميلين اېکړ فټ ايښودے شوے دے (دغه ګنجائش لکه څنګه چې ما وړاندې ليکلي دي اوس زيات کړے شوے دے او دَ نوي ترميم شده ډيزائن مطابق ٩،١ ته رسېدلے دے. دغه شان ٨،١ ميلين اېکړ فټه دَ اوبو کمے راځي). يعنې دَ اوبو مقدار ٦،٧٧ ميلين اېکړ فټ کم راځي. نو اصل کښې خبره دا ده چې دَ ١،٠٠ ميلين اېکړ فټ اوبو نه ٢٤٠٠ مېګاواټ بجلي څنګه ترلاسه کېدے شي؟ چې کله دغه ذخيره ٢٤٠٠ مېګاواټ بجلي پېدا کولو صلاحيت نۀ لري نو ٣٦٠٠ ميګاواټ بجلي پېدا کولو اعلان خامخا خپل ځان له دوکه ورکول دي.