کور / د ډيورنډ کرښه / سهيلي پښتونخوا: په ګلستان کي د قومي شخړو د پای ته رسېدو لپاره جرګه روانه ده

سهيلي پښتونخوا: په ګلستان کي د قومي شخړو د پای ته رسېدو لپاره جرګه روانه ده

د سهيلي پښتونخوا په ګلستان سيمه کي د  امن جرګې يوه غونډه راپيل کړې ده چي هدف ئې په دې سيمه کي د پښتنو دوو لسيزو  خپلمنځي شخړي له منځه يوسي.

د سهيلي پښتونخوا  قلعه عبدالله ضلعي په  مرکز ګلستان کي له اوو ورځو راهيسته د امن جرګې مشران او ځايي خلک راغونډ سوي دي ترڅو په ياده سيمه کي د ددو سترو قومونو ترمنځ شخړي هواري کړي.

په ګلستان کي په ۱۹۹۰م کال کي د اڅکزي قبيلې د حميدزي څانګي چي مشر ئې محمود خان اڅکزی دی او د غبيزي څانګي چې مشري ئې احمد خان کوي، ترمنځ دښمني پېل سوه چي تر اوسه روانه ده او دواړو خواوو ته پکي درنه مرګژوبله اوښتې ده.

له دې وروسته دا دښمنۍ د سيمي وړو کورونو ته هم لاره وموندل او اوس پکي په سلګونو کوچنۍ دښمنۍ سته چي په يوډول نه يوډول هره کورنۍ پکي اغېزمنه سوې ده.

​ددې شخړو د هواري لپاره اوس د امن جرګې او د سيمي خلګو ګډ تصميم نيولی دی او له يوې اوونۍ راهيسته د شخړي د هوارېدو په موخه پر عملي لارو چارو خبري رواني دي.

د  امن جرګې مشر لالا يوسف وايي، د ا جرګه په ټوله سيمه کي د دښمنيو د له منځه وړلو لپاره جوړه سوې ده.

د يوسف لالا په خبره، خپلمنځي دښمنيو د ځوانانو  پر تعليم، کاروبار او د ژوند پر نورو برخو ډېري بدي اغېزي کړي دي او د له منځه وړلو لپاره ئې بايد لاس په کار سو.

نوموړی وايي:”موږ يقين لرو چي الله تعالی به راباندي مهربانه سي او دغه ستونزي او مشکلات به خدای ختم کړي”.

کله چي ياده جرګه جوړېدل نو يوسف لالا د خلګو په وړاندي ټوپک (کلاشنکوف) ته  اور واچاوه او وئې ويل، چي دا ټوپک د ټولو دښمنيو سرچينه ده .

نوموړی وويل، له پښتنو  څخه ټوپک اخلي او په لاسو کي ورته قلم ورکوي.

د سيمي خلګ د يادي جرګې پايلو ته خوشبين دي او غواړي چي د امن پېغام نورو سيمو ته هم ولېږدوي.