کور / سياسي / د ټاکنو کمیسیون دروازې مه تړئ

د ټاکنو کمیسیون دروازې مه تړئ

سردار محمد همدرد

په داسې حال کې چې د پارلماني ټاکنو عملي چارې پیل سوې دي، ځينې سیاسیونو یې په لومړیو کې نه؛ بلکې وروسته مخالفت پیل کړ. دوی د ټاکنو په خپلواک کمیسیون باندې نیوکې پیل کړې.

نیوکې او انتقادونه د هر چا حق دی. په ځانګړې توګه د داسې یو ملي پروسې نظارت د سیاسي ګوندونو او د هر با احساسه افغان مسولیت دی چې د ټاکنو په شفافیت ټینګار وکړي.

خو دا حق بیا څوک نه لري چې د زور او تشنج لار غوره کړي او د دې ملي پروسې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. موجوده پارلمان چې تر خپل وخت یې یوه دوره زیاته تېره کړې ده، په کار دا ده چې ټاکنې وشي او پارلمان ته نوي کسان لاره پیدا کړي.

کله چې د ډاډمن او سر تاسري امنیت خبره کوو، دا تظمین هېڅوک نسي ورکولای چې یو کال وروسته به امنیت ښه کیږي. همدا رنګه د شفافیت خبره هم سل سلنه شونې نه ده او دا داسې پروسه ده چې په ډېرو پر مختللو هېوادونو کې هم په ټاکنو کې ستونزې رامنځته کیږي. پخوا چې کومې ټاکنې کیدلې، د ټاکنو لپاره ډیزاین سوي کارتونه هر چا کولای سول چې په زیاته کچه کارتونه چاپ او په ټاکنو کې ورڅخه استفاده وکړي.

که حقیقت و وایو د اوسنیو پېژند پاڼو پروسه او د سټېکر لګول تر پخوانیو کارتونو غوره ده. زه له یوې خبرې سره موافق یم چې هغه د بایومتریک موضوع ده. نورې خبرې چې څوک کوي، په شخصي موضوع پورې تړلې دي. زما بحث په دې معنی نه دی چې زه د حکومت ملاتړ کوم؛ بلکې دا خپل یو افغاني مسولیت ګڼم چې د ملي پروسو څخه باید هر افغان ملاتړ وکړي. په دې وروستیو کې چې یو شمېر کسانو د ټاکنو د کمیسیون دروازې تړلې دي، دا له دغې ملي پروسې سره لویه جفا ګڼل کیږي.

په اوسنیو شرایطو کې مونږ د ټاکنو د بدیل لپاره بله لار نه لرو، ځکه چې ولسمشریزو ټاکنو ته هم د شمار میاشتې پاتې دي.

د ولسمشریزو ټاکنو یوه ورځ ځنډول هم په لوی لاس وطن د بحران خوا ته بېول دي. زمونږ هېواد چې په بهرنیو مرستو باندې چلیږي، په یو غیرې قانوني پارلمان او حکومت مونږ نړیوال باور له لاسه ورکوو. نړیوال باور د افغانستان لپاره لازم او ملزوم دی. اوس په کار دا ده، چې د ټاکنو د شفافیت لپاره ټول په ګډه کار وکړو. هغه کسان چې د ټاکنو د کمیسیون دروازې بندوي، هغوی ته په کار دا ده، چې دوی یوه معقوله مدني لاره غوره کړي.

که رښتیا هم حکومت ټاکنې کوي او د دوی خبرو ته ارزښت نه ورکول کیږي، بیا کولای سي چې د ملګرو ملتونو او نړیوالو سره په منطقي دلایلو د حل لارې چارې ولټوي. دا اوسنی حالت چې یو سل کسان سره راټولیږي او د ټاکنو د کمیسیون دروازه بندوي، دا د اساسي قانون خلاف عمل دی چې دې ته سیاسي بدمعاشي وایي.

په افغانستان کې شاوخوا سل سیاسي ګوندونه موجود دي. نه د پنځو سیاسي ګوندونو فیصله او نه په ولایت کې د سلو کسانو پرېکړه د ټول ولس پرېکړه ده. څوک چې د ټاکنو د شفافیت خبره کوي، د دې خبرې سره هېڅوک مخالفت نکوي. د ګوتو په شمار سیاسیونو پریکړې او بیا د یوې ملي پروسې پر وړاندې خنډونه جوړول، د دې په وړاندې باید ټول ملت ودریږي. دا یواځې د حکومت دنده نه ده.

په پای کې بیا دا خبره کوم چې د خپل هېواد ستونزمنو شرایطو ته په کتو باید ټول افغانان زړه وسوځوي. شخصي ګټې، عقدې او مخالفتونه باید ټول پریږدي او ټول باید په ګډه د ټاکنو پر وخت کولو او هم د ښه نظارت لپاره لاره هواره کړو.

درنښت