کور / سپورټي / افغان لوبډلې سرېلانکا ته په  ماتې ورکولو سره دوهم پړاو ته لار وموندل

افغان لوبډلې سرېلانکا ته په  ماتې ورکولو سره دوهم پړاو ته لار وموندل

 د ۲۰۱۸ کال د اسیا جام پنځوس اورېزه سیالیو درېیمه لوبه پرون په ابوظبۍ کي د افغانستان او سرېلانکا لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.

 د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او توپ وهنه ئې غوره کړه.

 افغانستان د خپلې پاڼۍ د پنځوسو اورونو مقابله وکړه، چې لس لوبغاړي ئې وسوځېدل او د محمد شهزاد ۳۴، احسان الله جنت ۴۵، حشمت الله شاهدي ۳۷ او رحمت شاه ۷۲ منډو په مرسته ۲۴۹ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه. د سرېلانکا لپاره په توپ اچونه کې لسېت ملینګا، دشمنتا چمیرا او شیحان جیسوریا یو یو، اکیلا دننجایا دوه او تسارا پریرا پنځه لوبغاړي د افغان لوبډلې وسوځول. سرېلانکا لوبډلې په ځوابیه پاڼۍ کې په ۴۱.۲ اورونو کې ټول لوبغاړي یې په ۱۵۸ منډو وسوځېدل او د ۹۱ منډو په توپیر سره لوبه افغان لوبډلې ته وبیلله. د سرېلانکا لپاره په توپ وهنه کې اپل ترنګا ۳۶، دننجایا ډي سېلوا ۲۳، انجلیو متیوس ۲۲ او تسارا پریرا ۲۸ منډې وکړې. بلخوا د افغان لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې مجیب الرحمان، راشد خان، محمد نبي او ګلبدین نایب دوه دوه لوبغاړي د سرېلانکا لوبډلې وسوځول. د لوبې غوره لوبغاړی د ګټونکې لوبډلې توپ وهونکی رحمت شاه ونومول شو، چې په توپ وهنه کې د پنځو څلورېزو پر مټ په ۹۰ توپونو ۷۲ منډې وکړې. دا د یو ورځنیو نړیوالو لوبو ۴۰۳۸مه لوبه وه، چې افغان لوبډلې پکې ګټونکې شوه. د ۲۰۱۸ کال د اسیا جام پنځوس اورېزه سیالۍ د شپږو اسیایي هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په کرکټ لوبغالو کې پیل شوې دي، چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۸مه نیټه پاي ته رسیږي. په الف( A) ګروپ کې هندوستان، پاکستان او هانګ کانګ لوبډلې او په ب(B) ګروپ کې افغانستان، سرېلانکا او بنګله دیش لوبډلې شاملې دي. له ګروپي سیالیو وراخوا څلور بهترینې لوبډلې (super four) پړاو ته لاره پیدا کوي او په یاد پړاو کې څلور بهترینې لوبډلې د پایلوبې لپاره هلې ځلې کوي، چې پایلوبه د دوو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. افغان لوبډلې سرېلانکا ته له ماتې ورکولو وروسته اوس د بنګله دیش سره یوځای (super four) پړاو ته لار پیدا کړه، چې سرېلانکا لوبډلې د دوو پرلپسو ماتو وروسته له ټورنمنټ نه بهر شوه. افغانستان د بنګله دیش، زېمبابوې، ایرلینډ او ویسټ انډیز وروسته بل بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې سرېلانکا ته هم ماتې ورکړه. د روانو سیالیو په لړ کې نن د ګروپ ای څخه هانګ کانګ او هندوستان لوبه کوي، که هانګ کانګ لوبډلې لوبه وبیلله د خپل کور په طرف به حرکت وکړي او هندوستان او پاکستان به دویم پړاو لوبو ته لار پیدا کړي. افغان لوبډلې د پنجشنبې په ورځ د بنګله دیش سره لوبه کوي، چې ګټل به افغانستان ته ګټور شي او بیلل به یې افغانستان ته ستونزمن نه شي. خو د چهارشنبې په ورځ د هندوستان او پاکستان ترمنځ مقابله ده، چې د هېوادنۍ سیاسي ناندرېیو ور اخوا په ورزشي جګړه کې سره مخامخ دي او د دغې لوبې میلیونونه مینوال یې په تمه دي

. راپور: سید ادریس ولي زاده.